د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۸

د مسکو ناسته د طالبانو په ګټه شوه، که د سولې عالي شورا؟


د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د سولې د عالي شورا په پرتله، طالبانو د مسکو له غونډې زیاته استفاده وکړه.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د طالبانو سیاسي استازو ګډون وکړ، په کابل کې داسې انتقادونه دي چې د سولې عالي شورا درې کسیز پلاوی په غونډه کې ښه ونه ځلېد.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان یو له هغو کسانو دی چې وايي، طالب استازي وتوانېدل چې له غونډې زیاته استفاده وکړي.

ښاغلي عرفان د بېلګې په توګه وايي چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی نسبت د سولې د عالي شورا له استازو زیات له نړیوالو رسنیو استفاده وکړه او د طالبانو غوښتنې د نړیوالو رسنیو سرټکي شول.

دا چې د طالبانو پلاوی په کوم دلیل له دغه غونډې زیاته استفاده وکړه؟ عرفان الله عرفان یې په اړه وايي چې روسیې ورته دا زمینه برابره کړې وه.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

​ دی زیاتوي:

"هغه غونډه چې په مسکو کې جوړه شوې وه، دا یو مانور و چې روسیې اجراء کړ، امریکا ته یې خپل موقف څرګند کړ او همدا شان طالبانو نمایش اجراء کړ او ښکاره یې کړه چې د دې وړتیا لرم چې په افغانستان کې رول ادا کړم."

د وسله والو طالبانو استازو او د افغانستان د سولې عالي شورا غړو د روسیې په کوربه توب د جمعې په ورځ په مسکو کې سره خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د روسیې او پاکستان په ګډون د لسو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

افغان دولت د مسکو په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د افغانستان د سولې عالي شورا د یوه خپلواک ارګان په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړ.

که څه هم په دغه غونډه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو په پیل ټینګار کېده، خو د طالبانو پلاوي د خبرو د پيل لپاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط کېښود.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی پلاوي له یوه پیاوړي دریځه په دغه غونډه کې ګډون وکړ.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

​دی وایي:

"هیله لرو چې خصومت او ځیني شخصي موضوعات مطرح نه کړي او افغانستان په پام کې ونیسي، هر فرصت چې د افغانستان په ګټه وي، د سولې عالي شورا به ورنه استفاده وکړي او په قوت به ګام اخلي او همداشان باید ووایوو چې دغه غونډه ډېره ګټوره وه."

د ښاغلي طاهري په خبره، د روسیې په ګډون د غونډې اکثرو غړو د بین الافغاني مذاکراتو په پيل ټینګار کاوه.

له دې یوه ورځ وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر سره وکتل.

د ارګ د اعلامیې له مخې، په دغه لیدنه کې چې تېره ورځ ماښام ترسره شوه، دواړو لوريو د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG