د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لاهم د رسنیو د نشراتو لپاره ملي پالېسي نه لري!


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دوی لاهم د رسنیو د نشراتو لپاره ملي پالېسي نه لري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یکشنبې په ورځ له یو شمېر خبریالانو سره د رسنیو د سرغړونو شپږ میاشتی راپور شریک کړ، هغه سرغړونې چې د یاد وزارت په وینا، د رسنیو د قانون له موادو سره په مخالفت کې دي.

خو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې داسې ملي نشراتي تګلاره نشته چې رسنۍ دې یې په نظر کې ونیسي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ووېل، د نشراتو د ملي پالېسۍ په جوړولو یې اوس کار پیل کړی چې راتلونکو ورځو کې به اعلان شي.

نوموړي وویل:

"د اطلاعاتو او کلتور وزارت اوس یوه ملي نشراتي پالېسي جوړوي چې تر اوسه یې یوازې مسوده جوړه شوې ده او دا پالېسي د رسنیو عالي شورا سره تر کار لاندې ده چې نېږدې راتلونکې کې به اعلان شي."

شااوخوا اولس کاله کېږي چې رسنیو په افغانستان کې په بېساري ډول خپل فعالیتونه پیل کړي او ورځ تر بلې یې شمېر مخ په زیاتېدو دی، د رسنیو قانون په ۱۳۸۴ کال کې جوړ شوی او لا هم رسنۍ د همدې قانون پر بنسټ فعالیت کوي، خو ویل کېږي چې تر ډېره په کې ملي ګټې او د خلکو محرمیت په نظر کې نه نیول کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د شمېرو له مخې، یوازې په شپږو میاشتو کې ۳۰ رسنیزې سرغړونې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د ژورنالېستانو د نړیوال فدراسیون استازی حجت الله جاوېد مجددي وایي، د رسنیو لپاره د لازمې نشراتي پالېسۍ نه نشتون زیاتې ستونزې جوړې کړي او په رسنیز ډګر کې د رسنیو فعالیت غیر منظم دی.

ده وویل:

"دا یوه ستونزمنه مسئله ده، اوس رسنۍ چې هر څه وغواړي، هغه نشروي، ملي ګټې په نظر کې نه نیول کېږي، د خلکو د حقونو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي، که داسې یوه نشراتي ملي پالېسي نه وي، نو رسنۍ به په غیر منظم ډول فعالیتونه کوي او ستونزې به لا زیاتې شي."

افغان خبریالان وایي، ډېر ځله د ملي نشراتي پالېسۍ د نشتون له امله معلوماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ کېږي او له بله پلوه د رسنیو د ادارو له خوا هم پرې دومره فشار وي چې که د ملي ګټو خلاف موضوع هم وي اړه دي چې پرې راپورونه او یا هم خپرونې وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG