د غزني بزګران وايي، د یاقوتو په رنګ پیاز د خارو په بیه پلوري، خو بیا هم نه خرڅېږي.
دوی نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې ټول کال یې د پیازو په کرلو، پاللو او ساتلو تېر کړ او په خبره یې چې ټیټې بیې او د بازار نه شتون یې هم د ټول کال خواري په اوبو یووړه او هم یې پکې له سره تاوانونه وکړل.
دغه بزګران د پیازو لوېدلې بیه په ناامنۍ او د لارې په بندښت پورې تړي او وايي چې کله چې یې پیاز هند او پاکستان ته ځي، بیا یې نو خوله له خاورو پورته وي.
که بزګران د لارو بندېدل او د پیازو د زېرمه خونو نه شتون د سږني کال لپاره د ځان زیان ګڼي، خو د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رئیس محمد وارث حیدر وايي، په غزني کې یې د دغه ځای د بزګرانو لپاره د پنځه زره میټرک ټنو سبزیجاتو او مېوو د زیرمه کولو خونه جوړه کړې ده، تر څو هغوی په کې مالونه زیرمه کړي چې بیه یې ښه او بېرته یې بازار ته را وباسي، خو بزګران ورسره نه په اړیکه کې کېږي.
حیدر زیاتوي:
"د کرنې وزارت په پام کې لري چې یو شمېر انجمنونه هم جوړ کړي، بزګران په خپل منځ کې د نه همغږۍ له امله هم له دا ډول ستونځو سره مخ کېږي، ټول بزګران په یوه کال کې یوه موزینه کري، که بېل بېل توکي وکري، بیې به یې لوړې وي."
په غزني کې ځینې سوداګر بیا وايي، د پیازو ترڅنګ د غزني ډېری کرنیز توکي پاکستان ته ځي، خو له څو میاشتو وروسته بېرته افغانستان ته راوړل کېږي چې بيه يې څو چنده لوړېږي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر