د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۲

د کابل د انتخاباتي چارو مسؤلین او کارکوونکي له دندو لېرې شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل د ټولو انتخاباتي کارکوونکو له لېرې کېدو او د رأیو له بیا شمېرلو سره به په دغه ولایت کې د انتخاباتو شفافیت ټینګ شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ څرګندوي چې په کابل کې د کاروول شویو رأیو بیا شمېرل به شفافیت رامنځته او حق به حقدار ته ورسېږي.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د کابل ولایت اړوند د انتخاباتو ټول کارکوونکي له دندو لېرې شوي او پر ځای یې د نورو ولایتونو هغه مسؤلان ټاکل شوي چې په انتخاباتو کې يې کارونه د پام وړ وو.

نوموړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا کار به د پلازمېنې کابل پر انتخاباتو د پام وړ مثبت اغېز ولري.

دی وایي:

"پرېکړه داسې شوې چې د هغو ولایتونو د کمېسیونونو رئیسان چې ښه کار يې کړی او انتخابات يې ښه مدیریت کړي وو، د لېرې کړای شویو خلکو پر ځای به ونیول شي او په کابل کې به د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش وشي، دا ګام د انتخاباتو له شفافیت سره مرسته کوي او په ټوله کې به مثبتې اغېزې ولري."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې د کابل ولایت د انتخاباتو د کمېسیون رئیس او ټول کارکوونکي يې د کمزوري مدیریت او د سم کار نه کولو له امله له دندو لېرې کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ویلي، د دې تر څنګ پرېکړه شوې چې تورو او سپینو رأیو د بېلولو په هدف د کابل ټولې رأيې له سره وشمېرل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغې پرېکړې هر کلی کوي او وايي چې دا پرېکړه د کاندیدانو او پر انتخاباتو د څار بنسټونو تر بیا بیا غوښتنو وروسته شوې ده.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي چې په دې کار سره به د وروستیو نتیجو په اړه د مرکز کابل د کاندیدانو قناعت خپل شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ده وویل:

"د هغو غوښتنو او هڅو پر بنسټ چې د کاندیدانو، پر انتخاباتو د څار د بنسټونو او انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا مطرح شوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تفتیش او د رأیو بیا شمېرلو ته حاضر شو، که بې پرې او عادلانه تفتیش او بیا شمېرنه وشي، دا د انتخاباتو له عدالت سره مرسته کوي."

ښاغلی رشید ټينګار کوي چې د عدالت د پلي کېدو په هدف باید د انتخاباتو له هغو مسؤلینو او کارکوونکو سره هم محاسبه وشي چې په یوه نه یوه ډول يې په فساد او درغلیو کې لاس درلود.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې د انتخاباتو شفافیت او د کاندیدانو د قناعت د تر لاسه کولو په برخه کې جدي دي او د دې لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG