د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

لومړۍ نړیواله جګړه نن یکشنبه د نومبر په ۱۱مه سل کلنه شوه


نن به چې د میلادي کال د یولسمې میاشتې یولسمه ورځ ده، د اروپا په وخت د سهار په یولسو بجو د لومړۍ نړیوالې جګړې د سل کلنۍ زنګونه وکړنګول شي.

د نړۍ د نېږدې ۷۰ هېوادونو مشران به په دې ګړۍ په فرانسه کې د "ناپېژانده سرتېري" لپاره جوړ شوي څلي ته د ګلانو ګېډۍ ور وړي.

په پاریس کې د "ناپېژانده سرتېري" یادګاري څلی د داسې عسکر قبر دی چې هویت یې نه دی معلوم او د ټولو هغو سرتيرو د یاد او درناوي لپاره جوړ شوی چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې وژل شوي او مړي یې کورنیو ته نه دي رسېدلي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په دې مراسمو کې د ګډون لپاره پاریس ته ورسېد.

ډونالد ټرمپ او د هغه مېرمن میلانیا پرون د باران له امله په فرانسه کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د وژل شویو امریکايي عسکرو هدیرې ته له تګه ډډه وکړه.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې نېږدې ۴۰ هېوادونه ګډ وو او له ۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸ میلادي کاله نهه ميلیونه عسکر او منصبداران او شپږ ميلیونه ملکي وګړي ووژل شول.

د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله د اروپا نقشه تقریباً بدله شوه او د عثمانیانو، استروهنګریان او روسیې امپراطورۍ یې ختمې کړې.

د ۱۹۱۸ میلادي کال د نومبر په ۱۱مه جرمني رسماً تسلیم شو او د اروپا په لوېدیځه جبهه کې څلور کلنه خونړۍ جګړه پای ته ورسره ورسېده.

د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر اېمانوئل مکرون پرون په هغه ځنګله کې چې وروستی وار جګړه شوې او جرمني ځواکونه تسلیم شوي وو، یوه یادګاري لوحه ولګوله.

جرمني او فرانسه درې وارې په سختو جګړو کې سره مخامخ شوي، خو د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې د پايښت لپاره یو بل ګام پورته کړ.

په دې ځای کې د جرمني او فرانسې د رهبرانو کتنه یو سمبولیک حرکت و، ځکه په لومړۍ نړیواله جګړه کې تر ماتې وروسته اول وار و چې د جرمني یو رهبر د فرانسې دې سیمې ته ورځي.

XS
SM
MD
LG