د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۹

چارواکي: په ننګرهار کې د داعش وسله والو پټنځایونه او مرکزونه له منځه تللي


په ننګرهار کې چارواکي وايي، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش د انسجام او روزنې مرکزونه له منځه تللي او وسله وال یې انفرادي مبارزه کوي.

ننګرهار تر دې مخکې په افغانستان کې د داعش د وسله والو له اساسي مرکزونو و.

دې ډلې منلې چې په ننګرهار کې یې په خونړیو حملو کې لاس درلود.

عطا الله خوګیانی
عطا الله خوګیانی

​​د بېلګې په ډول، د جولای په لومړۍ نېټه په جلال اباد ښار کې په انتحاري حمله کې چې داعش یې مسؤلیت واخیست، د سیکانو اوهندوانو د استازو په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه د داعش نېږدې ۲۵۰ وسله وال په ډله ییز او انفرادي ډول تسلیم شوي دي.

خوګیاڼي وویل، په ننګرهار کې د اسلامي دولت ډله له زوره لوېدلې ده.

عطالله خوګیاڼی وایي:

"په ننګرهار کې درې لويې ولسوالۍ، هسکه مېنه د دوی اساسي مرکز و، په نازیان او اچین ولسوالۍ کې دوی په لویه کچه اکمالات کول، اچین ولسوالۍ تقریباً ۹۵ فیصده له دوی پاکه شوې، په نازیانو ولسوالۍ کې اوسمهال زموږ عملیات روان دي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د دوی پټنځایونه او نور مرکزونه تخریب شوي دي ."

د ننګرهار د والي ویاند وویل، په تصفیه شویو سمیو کې ولسي پاڅون کوونکي او امنیتي ځواکونه ځای پرځای کېږي، څو د داعش د بیا رزغونېدو مخنیوی وشي.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، تر اوسه د داعش د وسله والو تر ۲۰ زیاتې کورنۍ ښځې او ماشومان تسلیم شوي دي.

په ننګرهار کې دوه تنه د داعش تسلیم شوي وسله وال
په ننګرهار کې دوه تنه د داعش تسلیم شوي وسله وال

​د هغه په وینا، د داعش هغه وسله وال چې افغانان دي او غواړي عادي ژوند وکړي، د حکومت له لوري یې په ځينو مواردو کې ملاتړ هم کېږي.

عطالله خوګیاڼی زیاتوي:

"ډېر کسان چې پخوا په داعش کې وو او تسلیم شوي، د عادي افغانانو په څېر په ننګرهار کې ژوند کوي، حتی داسې هم شوي چې کله هغوی ته امنیتي ستونزې پېښې شوې، موږ مرسته ورسره کړې ده، موږ غواړو چې هغوی عادي ژوند وکړي او د نورو افغانانو په څېر د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي."

په ننګرهار کې د داعش وسله والو راډیويي خپرونې هم بندې شوې دي.

عطالله خوګیاڼي پرون شنبه د نومبر په ۱۰مه ازادي راډیو ته وویل چې په مکررو پوځي عملیاتو کې هغه کسان چې د داعش راډیويي خپرونې یې چلولې، وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG