د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

د انتخاباتو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د حمل ۳۱مه د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړه


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل ۳۱ مه د ولسمشریز انتخاباتو نېټه اعلان کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، څه باندې پنځه میاشتې وروسته به د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل په ۳۱ مه ولسمشریزې ټاکنې وشي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د شنبې په ورځ ناوخته په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو د بودجې، امنیت او تخینکي اړتیاوو په اړه له حکومت او نړیوالې ټولنې سره بحثونه روان دي.

ګلا جان عبدالبدیع صیاد
ګلا جان عبدالبدیع صیاد

دی وایي:

"د بودجې او د دغو ټاکنو د امنیت د ټینګښت او لازم ظرفیت په اړه نړیوالې ټولنې له مالي ملاتړ کوونکو او د افغانستان له دولت سره زموږ خبرې روانې دي، څو له دغه اړخه موږ ته ډاډ راکړل شي چې وتوانېږو د حمل په ۳۱ مه باندې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړو."

د انتخاباتو د قانون له مخې، د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه باید ۱۸۰ ورځې مخکې له انتخاباتو او مهالوېش یې باید ۱۲۰ ورځې مخکې اعلان شي.

ښاغلي صیاد وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو په مهالوېش باندې کار روان دی او تر راتلونکو دوه درېیو ورځو پورې به هغه هم اعلان شي.

له وړاندې د دې کمېسیون مرستیالې وسیمې بادغیسي ویلي وو چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم ‌لیکنې بهیر به د قوس یا لیندۍ په ۲۴ مه پیل او د مرغومې یا جدي تر ۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې د اعلانولو په اړه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو نظریات او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

د دغه کمېسیون په خبره، د ولایتي شورا انتخابات به د قانون له مخې، د ولسمشریز ټاکنو سره هممهاله، خو د ولسوالیو شوراګانو او غزني ولایت ټاکنې به هله ترسره شي چې پر وړاندې یې پرتې ستونزې هوارې شي.

په ورته وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې په نېږدې کېدو سره په کابل کې د انتخاباتي ټکټونو او ډلو د جوړولو پر سر د سیاستوالو او ګوندونو ترمنځ مشورې او لیدنې کتنې زیاتې شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم بلوم برګ امریکايي رسنۍ سره په مرکه ویلي چې د ۱۳۹۸ لمریز کال انتخاباتو ته نوماند دی چې خپل نیمګړي کارونه بشپړ کړي.

بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید وايي چې، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چې کومه نېټه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خوا اعلان شوې، تر ډېره عملي نه ښکاري.

يوسف رشید
يوسف رشید

دی وایي:

"هغه تخنیکي او عملیاتي چارې چې موږ د دغه بهیر د ترسره کولو لپاره ورته اړ یوو او د ټاکنو په شفافیت او سلامتیا باندې اغېز لرلای شي، موږ پوره اماده نه یوو او کمېسیون هم زه فکر نه کووم چې په دومره ساده ګۍ سره به ونه توانېږي چې له پارلماني انتخاباتو ځان خلاص او کومه نېټه چې دوی نن د ولسمشریزو ټاکنو لپاره اعلان کړه، هغه ته لازم چمتووالی ونیسي، نو د ټاکنو نېټه زموږ په اند ډېره عملي نه بريښي."

ښاغلی رشید وايي، د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د خلکو باور زیانمن شوی و او د انتخاباتو کمېسیون دې د یو لړ بدلونونو په راوستلو سره هڅه وکړي چې د جمهوري ریاست دغه انتخابات په شفافه توګه ترسره کړي.

دغه کمېسیون باید د جمهوري ریاست انتخابات په بشپړې اماده‌ ګۍ سره ترسره کړي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو ستونزې بیا تکرار نشي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG