د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د بشر حقونو کمېسیون: د جنګي اړخونو له نه پاملرنې د ماشومانو مرګ ژوبله ډېره شوې


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ملکي وګړو د خوندیتوب کمېټه وايي، په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو له خوا د ملکي وګړو خوندیتوب ته د نه پاملرنې له امله په دغه هېواد کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.

دوی د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د ملکیانو په ځانګړې توګه، د ماشومانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د برخې مسؤل نجیب ببرکزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت او وسله وال مخالفین باید د جګړې پرمهال ټول بشري قوانین رعایت کړي.

دی زیاتوي:

"په دې اړه اندېښنې موجودې دي، دولت او د جګړې نور ښکېل اړخونه مکلف دي چې د ماشومانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي، څو ماشومان د جګړې قرباني نشي."

ښاغلی ببرکزی وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۱۲۹۲ پېښې ثبت کړي چې په کې ۱۴۵ تنه ماشومان وژل شوي او ۱۱۴۲ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت يا يوناما تازه راپور ښيي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ او سپټمبر تر منځ حملو او چاودنو کې ۶۵۳ ماشومان وژل شوي، ۱۴۸۳ ټپيان شوي چې د یادې مودې د ټولو ملکي تلفاتو ۶۰ سلنه جوړوي.

د يوناما په راپور کې د ټول افغانستان په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو امنیت ناوړه بلل شوی چې د دوی په خبره، د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو پر ژوند یې ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو له دې وړاندې په يوه بیان کې ویلي وو چې په لوى لاس د ملکيانو په نښه کول جنګي جنايت او د زغملو وړ نه دى.

بل خوا د برون پوهنتون او يو شمېر نورو څېړنیزو ادارو يو څېړنیز راپور ښيي چې په افغانستان، عراق او پاکستان کې د امریکا له لوري د ترهګرۍ پر ضد په روانه ۱۷ کلنه جګړه کې تر دې مهال شااوخوا پنځه سوه زره کسان وژل شوي دي.

د دغه څېړنیز راپور له مخې، په ياده موده کې په عراق کې ۲۶۸ زره کسان، په افغانستان کې ۱۴۷ زره کسان او په پاکستان کې بیا ۶۵ زره کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب ډلې مسؤل عزیز احمد تسل وايي چې د جګړې دواړه لوري په بې رحمانه ډول ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي او د ماشومانو په ګډون په هېڅ چا رحم نه کوي.

ده وویل:

"زموږ د راپور له مخې، يوازې په اکتوبر میاشت کې ۷۰ تنه ماشومان د جګړې قرباني شوي چې په هغه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي چې په هغه کې د چا لاس نشته او د چا پښه، يو لوری هم په خلکو زړه نه سوځوي، نه حکومت او نه هم وسله والې ډلې."

يوناما په داسې حال کې د ۶۵۳ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي چې دغه بنسټ څه موده وړاندې په يوه راپور کې ویلي وو چې د ۹ میاشتو په موده کې په افغانستان کې هره ورځ ۱۵ تنه غیر نظامیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

يوناما په افغانستان کې روان کال د ملکیانو د مرګ ژوبلې له اړخه تر ټولو خونړی کال بللی دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG