د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۳۸

د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو ته د مسکو له غونډې د استفادې اجازه د منلو وړ نه ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،طالبانو ته باید دد وسیلې په توګه د مسکو له غونډې د استفادې اجازه ورنه کړل شي او دا موضوع افغان حکومت ته د منلو وړ نه ده.

بالاخره د مسکو غونډه جوړه شوه، خو ایا دا ناسته د سولې د دروازې د خلاصېدو او که طالبانو ته د امتیاز ورکولو په معنا ده؟

افغان حکومت که له یوې خوا له دغې ناستې طالبانو سره د مخامخ بین الافغاني خبرو د پیلېدو تمه لري، له بلې خوا وايي، هسې نه چې دغه ناسته طالبانو ته د امتیاز ورکولو فرصت ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې طالبان باید له دغې ناستې د وسیلې په توګه استفاده ونه کړي.

صبغت الله احمدي
صبغت الله احمدي

​نوموړي وویل:

"روسانو ژمنه کړې چې دا غونډه به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو پیل ته زمینه برابره کړي، مونږ هیله مند یوو چې طالبان له دې فرصته استفاده وکړي او له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، له شک پرته چې له روسانو زمونږ غوښتنه دا ده چې طالبانو ته د دې اجازه ورنه کړي چې له دې غونډې د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي."

د مسکو غونډه له میاشتو ځنډ وروسته تېره ورځ د روسيې په کوربه توب جوړه شوه، هغه ناسته چې د سولې د عالي شورا د ځینو غړو تر څنګ د طالبانو د قطر د دفتر سیاسي استازو، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان او په روسيې کې د امریکا د سفارت استازو ګډون کړی و.

افغان حکومت سره له دې چې یادې غونډې ته یې کوم استازی ونه لېږه او د سولې د عالي شورا پلاوی يې همد یوه خپلواک بنسټ اړوند وباله، د افغان سولې په تړاو د غړو هېوادونو ملاتړ هیله بخښونکی بولي.

د یادونې وړ ده چې هغه څه چې تر اوسه د مسکو له غونډې راوتلي، د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د طالبانو پر هماغه پخواني شرط ټینګار دی چې له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه يې لري.

له دې سره د ولسي جرګې ځيني غړي د مسکو ناسته یوه تشریفاتي غونډه او د وخت ضایع کېدل بولي او وايي، د سیمې هېوادونه په داشان ناستو سره غواړي چې افغانستان او امریکا د سولې په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.

دا استازي د مسکو په غونډه کې د سولي د عالي شورا د ځينو غړو ګډون سمبولیک بولي او وايي چېافغانستان ته به د دغې غونډې هېڅ ګټه ونه رسېږي.

خو په ورته وخت کې یو شمېر نور استازي بیا د مسکو ناسته د افغانستان د سولې په برخه کې یو ښه فرصت ګڼي.

نادرخان کټوازی
نادرخان کټوازی

​له دې ډلې نادر خان ګټوازی وايي:

"د سولې په اړه که هر هېواد وغواړي چې غونډه جوړه کړي، که هغه روس هم وي، باید ترې هر کلی وشي، هر کله چې افغانستان په جنجالونو او ستونزو کې ښکېل شي، نړیوال پکې لاسوهنه کوي او د دې پر ځای چې مسئله په سوله هواره شي، تر ډېره خرابېږي."

ښاغلی کټوازی وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې مخکښ دی او نه باید واک یې د بل چا په لاس کې ورکړي.

له دې سره د د نړیوالو چارو یو کارپوه ودیر صافی وايي، د مسکو غونډې ثابته کړه چې د افغانستان د سولې پروسه د نړیوالو قدرتونو په لاس کې ده او که د افغانستان په ګټه هم وي، امریکا به له روسيې سره د مخالفتونو له وجې اجازه ورنه کړي چې افغانستان ورڅخه برخمن شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG