د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

په ولایتونو کې د ناامنۍ د زیاتېدو له کبله د ولسي جرګې اندېښنې!


د افغانستان ولسي جرګې یوځل بیا په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د وسله والو مخالفینو خوځښتونه د غزني او ارزګان پر ولایتونو سربېره په شمالي سیمو کې هم زیات شوي دي.

د دغې جرګې یو شمېر غړو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د یادو سیمو پر ناامنیو اندېښنه وښوده او ویې ویل، که حکومت په دې برخه کې اقدامات ونه کړي، د ناامنیو لمن به نوره هم پراخه شي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي په دې تړاو د جرګې د غړو د اندېښنو له څزګندولو وروسته وویل، وسله والو طالبانو اوس مجهزو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی او عامو خلکو او امنیتي ځواکونو ته یې ډېر تلفات اړولي دي.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

دی وایي:

"دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې موږ د سولې د مذاکراتو په درشل کې د مسکو ناسته لرله او طالبان غواړي چې خپل نفوذ وښيي او امتیاز ترلاسه کړي، له همدې امله یې د افغانستان په شمال کې پراخ عملیات پیل کړي، خو په خواشينۍ سره چې دولت او په تېره امنیتي سکټور، غوڅ ملاتړ او بهرنیو دوستانو په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي کړي."

ښاغلي ابراهیمي وویل، دا مهال د دښمن خوځښتونه، په بدخشان، غزني، ارزګان او تخار ولایتونو او همداشان د درقد، خواجه بهاوالدین، قرلق او د امام صاحب په ولسوالیو کې زیات شوي دي.

د نوموړي په خبره، حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

په ولسي جرګه کې د عزني او ارزګان استازو د دوی په سیمو کې د روانو ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنې وښودې او ویې ویل، دغه ستونزه یې څو ځلې له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې او سره له دې چې اوس یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي هم دي، خو حکومت ورته هېڅ پام نه دی کړی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی محمد علي اخلاقي وايي، د غزني ناامني پر کابل مستقیم اغېز لري او که په اړه یې اقدام ونه شي، د مخالفینو خوځښتونه به په کابل کې هم زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د وسله والومخالفینو فعالیتونه په هلمند، فراه، جوزجان، بادغیس، فاریاب او کندز ولایتونو کې موجود وو.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي رادیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په ۹ ولایتونو کې چې امنیتي ګواښونه په کې زیات وو، هوايي او کومانډويي عملیات پیل کړي دي.

عفور احمد جاوید
عفور احمد جاوید

ده وویل:

"دفاع وزارت ځانګړې اماده ګې لري، دا وزارت خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، په هرځای کې چې دښمن سر پورته کړي، وبه ځپل شي، په ارزګان، غزني، بدخشان، فاریاب، کندز او فراه ولایتونو کې د ملي اردو عملیات روان دي او دښمن ځپي."

د ولسي جرګې بل غړي غلام حسین ناصري وویل، د کمزوري مدیریت او د امنیتي ارګانونو ترمنځ د نه همغږۍ له امله، په اکثرو ولایتونو کې امنیتي وضعیت له یوې بلې ته خرابېږي.

ده وویل، که د دوی ترمنځ بشپړه همغږي رامنځته شي، کولای شي چې د وسله والو مخالفینو پروړاندې ودرېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG