د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۰

طالب مشران: له امریکا سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خبرو بوخت یو


په داسي حال کې چې افغانستان ته د امریکايي ادارې ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته خپل سفر پيل کړی دی، په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس کې ګډونوالو طالب مشرانو ويلي چې له امریکا سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر په خبرو بوخت دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د نوومبر په اتمه نېټه په يوه اعلامیه کې وويل چې افغانستان ته د امریکا د ادارې ځانګړی استازی زلمی خليلزاد به افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته د نوومبر له اتمې نېټې تر شلمې پوري د یوه پلاوي په مشري سفر وکړي.

د ده د سفر هدف د سولې په خاطر د طالبانو په ګډون د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ملاتړ ياد شوی دی.

په همدې حال کې نن په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه په کنفرانس کې د ګډون پر مهال په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه لوړپوړي مشر سهېل شاهين ويلي چې دوی په لومړي پړاو کې له امریکا سره له افغانستانه د هغوی د ځواکونو د ايستلو پر موضوع خبرې کوي.

سهېل شاهين
سهېل شاهين

ده زياته کړه:

"کله چې موږ د دوی د ځواکونو د وتلو په اړه يوه حل ته ورسيږو، بیا موږ بل پړاو ته ننوځو او هغه د افغانانو تر منځ خبرې دي چې څه ډول سولې ته ورسېږو."

له کلونو راهيسې امریکا هڅې کړي چې طالبان اړ باسي چې د سولې مذکراتو ته چمتو شي او په افغانستان کې اوولس کلنې جګړې ته د پای ټکی کيښودل شي، خو طالبانو د طالبانو دريځ دا وو چې لومړی به له امریکا سره مذاکرات کوي.

افغان حکومت يو ځل بیا ټینګار کړی چې د سولې خبرې بايد د افغانانو په څېښتنتوب او مشرۍ وي.

د بهرنیو چارو وزارت نن د مسکو د غونډې له پیل سره سم په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغانستان د سولې د هرې هڅې هرکلی کوي، خو په هر بهیر کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ټینګار کوي.

د مسکو په روانه غونډه کې د سولې د عالي شورا ځینو غړو چې د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد یې مشري کوي د یوې غیر دولتي ادارې د پلاوي په توګه ګډون کړی دی.

ښاغلي دين محمد په مسکو کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې که سوله راشي، امریکايي ځواکونه به په خپله له افغانستانه ووځي.

تېر ځل ښاغلي خليلزاد په اکتوبر مياشت کې د افغانستان په ګډون، پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته خپل لس ورځنی سفر کړی وو.

ځينو لوېدیځو رسنیو خبر ورکړ چې ښاغلي خلیل زاد د خپل دغه لس ورځني سفر په پای کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم ليدلي وو. طالبانو د دې خبر په تاييد سره په یوه اعلاميه کې وويل چې په دې غونډه کې يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې وکړې. په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلاميه کې د ښاغلي خليلزاد او طالب مشرانو تر منځ کتنه تاييد نکړه خو د خليلزاد له قوله يې ليکلي وو چې امریکا د دې ملاتړ کوي چې ټول لوري د افغانستان د سولې او پخلاينې د بهير برخه وي.

XS
SM
MD
LG