د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۳

نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت: افغانستان کې د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی


له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه‎يي موادو توليد کم شوي دي.

د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو سازمان له نشه‎يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره یا «UNODC» به په ګډه ډېر ژر د ۲۰۱۸ میلادي کال د نشه‎يي موادو د کښت او تولید د څرنګوالي په اړه راپور خپور کړي.

خو په‎دې برخه کې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت لومړني معلومات ښيې چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د کوکنارو کښت او تولید کم شوی دی.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي وايي، موږ په روان میلادي کال کې په هغو شپږو ولایتونو کې د کوکنارو اړولو کمپاين وکړ چې هلته ډېر کوکنار کرل کېدل.

نوموړي زیاته کړه:

"سږ کال د کوکنارو کښت کم شوی دی، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت شل سلنه را کم شوی او د تولید په برخه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی. دغه ډول د کوکنارو د کښت په اړولو کې په هغو شپږو ولایتونو کې ښې لاسته راوړنې لرو چې هلته ډېر کوکنار کرل کېدل. کوم راپور چې سیګار نشر کړی دی، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت له جوړېدلو څخه بیا تر اوسه پورې تر ۲۵۰ میلیونو ډالرو لږ مرسته لګولې ده. د کومو پیسو راپور چې سیګار ورکړی دی، ښايي دومره پيسې به لګول شوي وي، خو دا ټولې پيسې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت سره په همغږۍ نه‎دي لګول شوي."

دا په‎داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې د ټول افغانستان په سلو کې ۸۵ فیصده کوکنار يوازې په هلمند ولايت کې کرل کېدل، دغه ډول په روان کال کې هم په‎دې ولايت کې ډېر کوکنار کرل شوي دي، خو په دې ولايت کې روانې جګړې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاين ټکنی کړی دی.

د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکايي ادارې یا سیګار په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېرو کلونو په پرتله څلور برابره ډېر شوی دی.

د سیګار په راپور کې راغلي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه رانيولې بيا تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالتونو له افغانستان سره د نشه‎يي نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې اته اعشاریه ۸۸ میلیارډه ډالره مرسته کړې ده چې په اوسط ډول د ورځې پر سر یو اعشاریه پنځه میلیونه ډالره کېږي.

د زابل پخوانی والي او سیاسي تحلیلګر اشرف ناصري بیا له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پروګرامونو ناکامي د کوکنارو د کښت او تولید د ډېروالي لامل بولي او زياتوي چې بايد له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتيژي په بشپړ ډول عملي شي.

دی وايي:

"لومړی دا چې موږ د نشه‎يي موادو د قاچاقو په مخنیوي کې ناکام و، دوهمه موضوع دا ده چې موږ بزګرو ته د بدیل کښت زمينه نه ده برابره کړې، حال دا چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په ستراتېژۍ کې لومړیتوب دا دی چې باید بزګرانو ته بدیل کښت برابر شي، په حقیقت کې دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې د ستراتېژۍ په عملي کولو کې پاته راغلی دی."

سیګار خبرداری ورکوي چې د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید دوام په افغانستان کې ترورېزم غښتلی کوي، د مالي فساد لمن نوره هم پراخوي او افغانانو ته روغتیايي ستونزې پیدا کوي.

د سیګار ادارې رئیس د امریکا متحده ایالتونو ته وړاندیز کړی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې بايد نورې هڅې هم وکړي، ځکه چې په افغانستان کې د نشه يي موادو موجودیت د امریکا د فعالیتونو مخه نيسي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG