د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

لوی ملي ائتلاف: جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل کاندید ژر اعلانوو


د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي چې ډېر ژر به د جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل کاندید اعلان کړي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د ائتلاف له لوري د یو کاندید د مشخص کېدو خبره کوي او وايي چې د ائتلاف په انتخاباتي ټکټ کې به اته تنه وي.

د دغه ائتلاف اجرائیه رئیس احمد ضیا مسعود د پنجشنبې په مازدیګر خبریالانو ته وویل چې لوی ملي ائتلاف په خپل انتخاباتي ټکټ کې ولسمشر او اجرائیوي صدارعظم ته درې درې مرستیالان په پام کې نیولي دي.

ښاغلي مسعود وايي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ټکټ غړي به د لوی ملي ائتلاف له منځه مشخص کېږي.

احمد ضیا مسعود
احمد ضیا مسعود

نوموړي وویل:

"که څه هم زموږ په اساسي قانون کې درېیم مرستیال نشته، خو په انتخاباتو کې له بریالیتوب وروسته به درېیم مرستیال، اجرائیه صدارعظمي پوسټ د ولسمشر د یو فرمان له مخې رامنځ ته شي، که خدای کول د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه به جوړه شي."

ښاغلی مسعود وايي چې په انتخاباتي ټکټ کې د شاملو کسانو نومونه به ژر اعلان شي، خو په دې اړه یې دقق وخت ونه ټاکه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د وري په ۳۱مه ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي و چې د پاتې کارونو د بشپړېدو او د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره غواړي یو ځل بیا په انتخاباتو کې کاندید شي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د انورالحق احدي په مشرۍ د افغانستان نوې جبهې رهبرۍ له دغه ائتلاف ووته.

د دولت د جورښټ، د صدارت پوسټ په رامنځته کېدو او د اجرائیه ریاست په دوام ټینګار هغه عوامل و چې نوې ملي جبهې له لوی ملي ائتلاف لاره بېله کړه.

په ورته وخت کې د حقوقي او سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د افغانستان د لوی ملي ائتلاف انتخاباتي ټکټ د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل چې دغه انتخاباتي ټکټ کې یوازې په ائتلاف کې د شاملو کسانو شخصي ګټو ته پام شوی.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

نوموړي وویل:

"یوازې دوی غواړي یو د ولسمشسر په نوم مطرح شي، بل د اجرائیه رئیس او د دوی مرستیالان هم په ائتلاف کې د شاملو بېلابېلو قومونه راجمع کړي او ټول په واک کې شریک کړي، په داسې حال کې چې نه اجرائیه ریاست او نه هم درېیم مرستیال په اساسي قانون کې شته."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
مستقیم لېنک

که څه هم تر اوسه بل چا د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو د کاندیدي په اړه څه نه دي ویلي، خو له څه مودې راهیسې یو شمېر سیاسي څېرو او ګوندونو په دې اړه سلا مشورې پيل کړي دي.

اوس به ولیدل شي چې په راتلونکو ورځو کې کوم سیاسي ګوندونو او څېرې په دې اړه کاندیدان ورکوي کوي او یا هم د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ولسمشر محمد اشرف غني او لوی ملي ائتلاف د سیالۍ ډګر ته وځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG