د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

د انتخاباتو کمېسیون: د ۲۲ ولایتونو د رأیو نتایج ثبت شوي او د ۲ نورو به هم ثبت شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۲ ولایتونو د رأیو نتایج په سیستم کې ثبت شوي او ټاکل شوې چې نن پنجشنبه به د دوو نورو ولایتونو هم ثبت شي.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۷» ازادي راډیو ته وویل چې دا بهیر د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون، د مدني ټولنو له استازو او د انتخاباتو له څارونکو بنسټونو سره په همغږۍ په شفاف ډول مخته ځي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"تېره ورځ د ۲۲ ولایتونو د رأیو نتایج سیستم ته داخل شوي دي او نن ټاکل شوې چې د دوو نورو ولایتونو هم ثبت شي چې له دې سره ۲۴ ولایتونه کېږي."

ښاغلی ابراهیمي وايي، د ۲۷ ولایتونو حساس مواد چې محافظتي کڅوړې هم په‌کې شاملې دي، په کابل کې د کمېسیون مرکزي دفتر ته رارسېدلي دي، خو د شپږو نورو ولایتونو د هوا د خرابوالي له امله ځنډېدلي چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې به دا هم کابل ته را ورسېږي.

په ورته وخت کې د کوچیانو د حوزو کاندیدانو له کمېسیونه غوښتي چې د دوی د حوزو اړوندو انتخاباتي درغلیو ته هم رسېدنه وکړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، یاد کمېسیون د انتخاباتي درغلیو مواردو ته د رسېدنې په برخه کې ژمن دی او په خبره یې سپینې رأیې به له تورو رأیې بیلې شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني نتایج د قوس د میاشتې په دوهمه نېټه او د کابل د یادې میاشتې په لسمه نېټه اعلان شي.

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه ترسره شول، په کندهار کې په یوې اوونۍ ځنډ سره خو په غزني لا د امنیتي ستونزو له امله نه‎دي ترسره شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ رئیس یوسف رشید وايي، که څه هم همکاران یې دغه بهیر څاري، خو ځېنې تشې او درغلۍ لیدل شوي چې باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ورته رسیدنه وکړي او پرې نه‎ږدي چې د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راشي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"د رأیې شمېرنې له بهیره په ولایتونو کې زموږ همکاران څارنه کوي، خو ځینې مسایل شته لکه :

  • د ځینو مشخصو کاندیدانو لپاره د باطلو رأیو شمېرنه.
  • د نتایجو په فورم کې په ناسم ډول د ځینو ارقامو درجول.
  • دا چې په ځینو حالاتو کې د یو کاندید رأیې بل ته شمېرل شوي دي.

دا هغه موارد دي چې زموږ د همکارانو له‎خوا لیدل شوي دي."

ښاغلی رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید سیسټم یا د کمېسیون د معلوماتو مرکز ته د رأیو د نتایجو داخلولو په بهیر کې شفافیت ته ډېر پام وکړي چې په خبره یې د انتخاباتو په نتایجو خلک قناعت وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG