د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې هغه پولیس چې د بدن غړي یې د جګړې پر مهال له لاسه ورکړي لا هم د وطن د دفاع په خاطر جنګېږي.
دغه پولیس وايي، کله چې ټپيان شوي، نو دولتيې پوښتنه هم نهده کړې او په خپل شخصي لګښتيې د ځانونو درمنله کړې او بېرته دندو ته ورګرځېدلي.
په ورته وخت کې د ارزګان د پولیسو مشر جنرال محمد معروف احمدزی هم مني چې پخوا دغلته د ټپي شویو پولیسو درمنله نهکېده، خو اوس چې دی راغلی ټول هغه حقوق چې پولیسیې لري ورکړي دي.
د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی او د دغه پولیسو په اړهیې راپور چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: