افغان ځواکونه ادعا کوي چې په بغلان کې به د طالبانو یو ډېر مهم مرکز ډېر ژر تصفیه کړي.
دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې سږ کال د ژمي په درشل کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او د راپورونو له مخې روانه اوونۍ په لسګونه افغان پولیس او پوځیان هم وژل شوي دي.
د سیاسي چارو ځیني کتونکي د جګړو د زیاتېدو علت د سولې په خبرو کې پرمختګ ګڼي او وایي، هر لوری غواړي چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي.
تفصیلیې د ازادي راډیو د خبریال احمد شیبر په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: