د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د صفیې وزیر په نوم یوې افغانې د امریکا په نیوهمپشایر کې انتخابات وګټل


د صفیې وزیر په نوم یوې افغانې مهاجرې د امریکا په نیوهمپشایر​ ایالت کې ایالتي انتخابات وګټل.

دا اول وار دی چې امریکا ته د کډه شوېو افغانانو له اول نسله یو وګړی په امریکا کې د قانون جوړونې داسې معتبرې ادارې ته لار پېدا کوي.

صفیه وزیر د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې زېږېدلې ده.

هغې پرون سې شنبې د نوومبر ۶مه، د نیوهمپشایرپه ایالتي ټاکنو کې د ډموکراټ ګوند په استازيتوب د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، د نيس سوسي ته ماته ورکړه.

په امریکا کې پرون د فدرال دولت د کانګرس د دواړو خونو «د استازو مجلس او سنا»، د ایالتي اسامبلیو د استازو او د یو شمېر ایالتونو د والیانو د ټاکنې لپاره انتخابات وشول.

صفیه وزیر په شپږکلنۍ کې له بغلانه له خپلې کورنۍ سره یوځای ازبکستان ته کډه شوې وه هلته تر لس کاله ژوند وروسته امریکا ته تللې وه.

هغه په امریکا کې په ۱۶ کلنۍ کې لېسې ته داخله شوې او د ښوونځي تر خلاصولو وروسته یې د تجارت په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.

د هغې انتخاباتي شعار ازادي یا مرګ و.

صفیه وزیر

صفیې وزیر سږ دوبی له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي و:

"ما غوښتل چې له اصلي امریکایانو تر کډوالو، د ټولو خلکو غږ پورته کړم. زه غواړم چې نوي نسل ته یو مثال شم او ورته ووایم چې هغوی کولای شي چې د ازادۍ او ډموکراسۍ په رڼا کې د ښو کارونو د ترسره کولو لپاره را مخکې شي."

صفیې وزیر ازادي راډیو ته ویلي و چې له افغانستانه په ماشومتوب کې کډه شوې له دې امله يې هلته د خپل ټاټوبي په اړه ډېر څه په یاد کې نه دي پاتي، خو په افغانستان کې له سیاسي او امنیتي ستونزو خبره ده.

صفیې وزیر ازادي راډیو ته ویلي و چې په امریکا کې هم داسې سیاسي او ټولنيزې ستونزې چې د حل لپاره یې ځوانان مهم رول لوبولای شي.

هغې ویلي و چې یوازې یو وار، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د واده لپاره افغانستان ته تللې وه.

صفیه وزیر د ماشومانو مور ده او له خپلې کورنۍ سره یوځای، د نیوهمپشایز ایالت په مرکز کنکورد کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG