د افغانستان جمهوري رياست د امريکا له بنديزونو د چابهار بندر د مستثنی کېدو هرکلى وکړ.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په چابهار بندر کې د ايران يوه لويه پروژه له وروستيو بنديزونو مستثنی کړې ده.
دغه پروژه د دې لپاره له بنديزونو معاف شوې په وچې پورې د ايسار افغانستان لپاره خورا اهميت لري.
د هند د سمندر په بندر کې دغه پروژه تېر ميلادي کال ناوخته پرانیستل شوه چې ډېره برخهيې د هندوستان لهخوا رغول کېږي.
د افغانستان د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ازادي راډيو ته وويل، افغان حکومت له تېرو شپږو مياشتو د چابهار بندر د برخليک او له بنديزونو د بچ پاتې کېدو لپاره مذاکرې کولې.
نوموړي وویل:
"دغه بندر نهيوازې افغانستان ته په اقتصادي پراختيا کې حياتي ارزښت لري، بلکې د سيمې، مرکزي اسيا او هندوستان لپاره هم مهم بندر دى. د سيمې پر سوداګرۍ او اقتصادي وده مثبت اغېز کوي."
د چابهار بندر پروژه د افغانستان لپاره خورا مهمه ګڼل کېږي چې د ځمکې له لارې د تجارت زمينه ورته برابرېږي.
د دې تر څنګ د اسلاماباد سيال هندوستان ته زمينه برابروي چې له منځنۍ اسيا او افريقا سره د تجارت لپاره پر پاکستان خپله اتکا ختمه کړي.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران پر اقتصاد له لګول شویو بنديزونو د چابهار بندر، د اورګاډي د ورغځېدلې پټلۍ پروژه او افغانستان ته د ايران د تېلو انتقالات مستثنی کوي.
ايران هڅه کوي چابهار بندر له مشهده چې د ترکمنستان پر سرحد پروت دى، تر زاهدان پورې چې د پاکستان او افغانستان پر سرحد پروت ښار دى، د اورګاډي د پټلۍ په ذريعه وتړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل:
"له بنديزونو دغه استثنا د افغانستان له بيارغونې سره د مرستې او اقتصادي پرمختيا په هدف ده."
پر ايران د امريکا د بنديزونو خبرداريو هندوستان د دغه بندر د مالي ملاتړ او پرمختيا لپاره زړه نازړه کړى و.
دغه بندر به د پاکستان پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا ختمه کړي.
هندوستان له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې په افغانستان کې د بيارغونې پر چارو ٢ میليارده ډالره لګولي دي.
په اقتصادي لحاظ د افغانستان د ملاتړ هدف دا دى چې کابل پر بهرنيو مالي مرستو ډېر متکي نهوي او د ترياکو د تجارت مخه ونيسي چې د طالبانو د عوايدو عمده سرچينه ګڼل کېږي.
د امريکا متحده ايالات له ١٩٩٠يمو کلونو راهيسې له هندوستان سره نږدې اړيکې لري.
بلخوا له نوې ډېلي سره د تهران اړيکې دوستانه ګڼل کېږي.