د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د انتخاباتو په تړاو شخړو کې د ملکي تلفاتو د شمېر په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما راپور رد کړ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د افغانستان د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو په ورځو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله بې سارې بللې او ویلي یې دي چې ۵۶ تنه وژل شوي او ۳۷۹ نور ټپیان شوي دي.
د انتخاباتو په تړاو شخړو کې د ملکي تلفاتو په اړه یوناما د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د تلې په ۲۸مه د انتخاباتو په لومړۍ ورځ ۵۲ تنه وژل شوي او ۳۳۹ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شوېو کې ۲۳ ماشومان او دوه ښځې شامل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو په تړاو د تاوتریخوالو په پېښو کې د دومره شمېر ملکیانو د وژلو یا ټپي کېدو له شمېرو سره موافق نه دی.
د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو په ورځو کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې شمېره له دې ډېره کمه ده.
نوموړی وايي:
"د کورنیو چارو وزارت د تأیید شوېو شمېرو له مخې د انتخاباتو په دوو ورځو کې ۱۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې. ۲۷ تنه وژل شوي او ۱۱۳ ټپیان شوي دي. په وژل شوېو کې ۱۳ د امنیتي ځواکونو غړي او ۱۴ نور یې ملکي وګړي دي."
یوناما دغه راز ویلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې د دغه بهیر د ګډوډلو لپاره د طالبانو لهخوا د ګواښونو خبرپاڼو او هم د انتخاباتو په ورځ حملو ډېر خلک د خپلې رأیو له کارولو بې برخې کړل.
سره له دې چې شاوخوا ۹ میلیونه کسانو د دغو انتخاباتو لپاره نوملېکنه کړې وه، خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې شاوخوا څلور میلیونه وګړو په کې ګډون کړی دی.
یوناما د دولت ضد عناصرو په ځانګړې ډول د طالبانو لهخوا پر ملکیانو، ملکي اهدافو او ګڼ مېشتو سیمو د انتخاباتو په مهال په ترسره شوېو بریدونو ژوره اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې هرڅوک حق لري چې په سیاسي چارو کې برخه واخلي، رأیه ورکړي او هم په خپله ځان کاندید کړي.