د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

مېک: په پوهنې وزارت کې د ارزول شویو نیمګړتیاوو د هواري لازمې هڅې نه‌دي شوي


د فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه یا مېک وايي، د دوی د روان کال د دوهمې ربعې ارزونې ښيي چې د پوهنې وزارت په بېلابېلو برخو کې یو لړ ستونزې او نیمګړتیاوې شته.

د افغانستان د پوهنې په وزارت کې د قراردادي ښوونکو په ګمارلو کې د زورواکو مداخلې، د درسي کتابونو، مسلکي ښوونکو، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او د ډېری ښوونکو د سوانحو نشتوالی، د استخدام په چارو کې ستونزې او په بشري منابعو کې د شفافیت نشتوالی او داسې نور موارد هغه ستونزې او نیمګړتیاوې دي چې د فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمېتې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» په کابل کې خبریالانو ته بیان کړې.

د دغې کمېټې د ارزونې د څانګې مرستیال حسین رضايي وویل، د روان کال په دوهمو درېیو میاشتو کې یې د پوهنې وزارت د اړوندو ادارو نیمګړتیاوې ارزولي، له یاد وزارت سره‌یې شریکې کړي، خو د هوارولو لپاره‌یې لازمې هڅې نه‌دي شوي.

دی وایي:

"د دوهمې ربعې د راپور په جریان کې د پوهنې د وزارت له‌خوا زموږ د سپارښتنو هېڅ یوه هم په ښه توګه عملي شوې نه‌ده، اته سپارښتنې مو ۲۵ فیصده پلې شوي، د ۶ سپارښتنو په اړه مو هېڅ اقدام نه‌دی شوی، په دوهمه ربعه کې مو د دغه وزارت بشري منابع مطالعه کړې چې په خواشینۍ سره ډېرې ستونزې لري."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې هم د پوهنې په وزارت کې د فساد پر شتون او کمزوري مدیریت انتقادونه کېدل چې د ارزولو لپاره‌یې د ولسي جرګې له‌خوا یو څېړنیز پلاوی ګمارل شوی و او یو لړ ستونزې او نیمګړتیاوې یې په‌کې تأیید کړې وې.

د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل د فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمېټې راپور تأییدوي، خو وايي چې په دغه وزارت کې د نوي ستراتېژیک پلان له مخې، د شته ستونزو د هوارولو لپاره عملي کارونه پیل شوي او ښې نتیجې یې هم ورکړې دي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

دی زیاتوي:

"موږ له دوی سره په راپورته کړو بحثونو کې موافق یوو، خو د پاتې راتلو په برخه کې ډېر داسې څه شته چې ډېرو امکاناتو، وخت، تشکیل او ډېرې بودجې ته ضرورت لري."

ښاغلي حقمل وویل، د پوهنې د نوي ستراتېژیک پلان له مخې، د نویو ښوونځیو د جوړولو چارې د کابینې د تصویب پر اساس د ښاري پراختیا وزارت ته سپارل شوي، د استخدام پروسه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې له‌خوا پر مخ بيول کېږي او د کتابونو د چاپ لپاره بودجه ترلاسه شوې او چارې ېې په بیړه پر مخ روانې دي.

په ورته وخت کې د پوهنې د چارو پوهان وايي، د افغانستان د پوهنې د نظام د ښه‌والي لپاره ډېر چانسونه له لاسه تللي او یوازې د پلانونو په جوړولو نه، بلکې ارادې ته اړتیا لري.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالجبار څپاند وايي، په مجموع کې افغان حکومت، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې د افغانستان د پوهنې نظام ته لازمه پاملرنه نه‌ده کړې او په دغه چلند کې باید بنیادي بدلون راشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG