د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه وايي، له لوی ملي ائتلاف سره‌يې پرېکون وکړ


د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه وايي چې له لوی ملي ائتلاف سره‌يې پرېکون وکړ.

د راتلونکي حکومت په جوړښت، په ځانګړي ډول د اجرائیه ریاست د دوام تر څنګ د صدارعظمۍ د څوکۍ رامنځته کول هغه مسایل دي چې د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه‌یې له لوي ملي ائتلافه د خپلو وتلو لاملونه بولي.

نوې ملي جبهې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» اعلان وکړ چې له لوی ملي ائتلافه جلا شوې ده.

د دغې جبهې ویاند سید جواد حسیني په یوه خبري غونډه کې وویل:

"د افغانستان د لوی ملي ائتلاف د یو شمېر مهمو غړو له لوري د حکومت په جوړښت تجدید نظر په ځانګړې توګه، د حکومت د اجرائیه ریاست پر دوام ټینګار، د صدارت د مقام تشکیل له درېیو مرستیالانو سره او په مرکزیت نه‌ټینګار د ملي جبهې او ملي ائتلاف ترمنځ لوی فکري واټن رامنځته کړ چې په پایله کې د افغانستان نوې ملي جبهې پرېکړه وکړه چې له ملي ائتلافه ووځي."

ښاغلي حسیني همدا شان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي احدي نوماند کېدل هم تأييد کړل.

لوی ملي ائتلاف د روان لمریز کال د زمري یا اسد په څلورمه په کابل کې د خپل موجودیت اعلان وکړ.

د اوسني او پخواني حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي په ځانکړي ډول، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د ولسي جرګې یو شمېر غړي، احمد ضیا مسعود، د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل، زلمی رسول او یو شمېر نور هغه سیاسي څېرې دي چې د لوی ملي ائتلاف غړي دي.

نوې ملي جبهې له لوی ملي ائتلاف سره په داسې حال کې پرېکون کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته انتخاباتي ټکټونه د جوړېدو په حال کې دي.

راپورونه وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت دوره اته میاشتې وروسته پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لوی ملي ائتلاف له دغه ائتلافه د ښاغلي احدي وتل تأييد کړي دي.

د دې ائتلاف ویاند فضل‌الرحمن اوریا د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشرۍ څوکۍ ته له شرط پرته د ښاغلي احدي نوماند کېدل لامل شول چې نوې ملي جبهه له لوی ائتلافه بېله شي.

فضل الرحمن اوریا
فضل الرحمن اوریا

دی وایي:

"اساسي ستونزه دا وه چې ښاغلي احدي غوښتل چې دی پرته له قید او شرطه د افغانستان د لوی ملي ائتلاف له لوري نوماند شي، خو ملي ائتلاف د ولسمشرۍ د نوماند لپاره ځانګړي شرایط لري چې احدي صاحب ته دغه شرایط د منلو وړ نه‌وو، نو اساسي ستونزه همدا وه چې له موږه‌يې خپله لاره جلا کړه."

ښاغلی اوریا وايي، د ملي ائتلاف له لوري د راتلونکي حکومت په جوړښت، د اجرائیه ریاست په دوام او د صدراعظمۍ څوکۍ په جوړېدو لا هم د دوی تخینکي کمېټه بحثونه کوي چې کومې نتیجې ته نه‌دي رسېدلي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج هغه اوازې رد کړې چې ګوندې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم له لوي ملي ائتلافه خپله لاره جلا کړې ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG