د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

په لومړي ځل د افغانستان جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادر شول


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان-چین ترمنځ هوايي سوداګریز دهلېز پرانیست.

په لومړي ځل د افغانستان جلغوزي د افغانستان په مارکه د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادر شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» په کابل کې له چین سره د هوايي دهلېز په پرانیست غونډه کې وویل، تمه ده چې د افغانستان هر تولیداتي قلم په یو ځنځیروي ارزښت بدل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د خصوصي سکټور پیغام ټولې نړۍ ته دا دی چې د افغانستان صادرات به د افغانستان په اوچت نوم نړۍ ته صادرېږي، نه د بل چا په نامه، جلغوزي یې لومړۍ برخه ده، هیله مې دا ده چې د افغانستان هر تولیداتي قلم په یو ځنځیروي ارزښت بدل شي."

ښاغلي غني دا هم وویل چې هر کال به د لړم ۱۵مه نېټه د جلغوزیو د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي.

محمد اشرف غني وویل چې د والیانو او خصوصي سکټور د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شااوخوا ۳۵ زره ټنه جلغوزي توليدېږي.

د افغانستان په جنوب کې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زیات جلغوزي کېږي چې ارزښت‌یې سلګونه میلیونه ډالرو ته رسېږي.

له دې وړاندې د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نامه چین ته صادرېدل چې د ښاغلي غني په خبره اوس‌یې مخه ونیول شوه چې په‎دې کار به‎یې ګټه مستقیم بزګرو او کلیوالو ته رسېږي.

له دې وړاندې افغانستان له ترکیې، سعودي عربستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستي چې د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان طبي بوټي، وچه او تازه مېوه نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې په لومړي سر کې به چین ته شااوخوا ۲۰ ټنه جلغوزي صادر شي او په راتلونکو کې به دغه لړۍ وغځول شي.

په کابل کې د چین سفیر د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانیست غونډه کې وویل چې هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

لیو جونګ سونګ زیاته کړه:

"دغه صادرات نه‌یوازې له چین سره د افغانستان صادرات پراخوي، بلکې له دې لارې افغانستان کولای شي له نورو هېوادونو سره سوداګریزه لاره پیدا کړي."

د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د لنډمهالي لپاره له نورو هېوادونو سره د افغانستان هوايي دهلېزونه ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت باید هڅه وکړي چې د ځمکې له لارې د افغانستان سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار وايي چې د ځمکې له لارې د افغانستان صادرات افغان سوداګرو ته اسانه او ارزانه پرېوځي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG