د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۶

سلامت عظیمي: حکومت په هېواد کې له نشه یي موادو سره د مبارزې پرېکنده اراده لري

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت، مخدره مواد د افغانستان په وړاندې لوی ګواښ ګڼي او وايي چې حکومت د دغې پدیدې په وړاندې د جدي مبارزې دریځ لري.

د دغه وزارت مسؤلین وايي چې په دې هېواد کې د مخدره موادو ۹۳ فیصده د مخالفو وسله والو او پاتې ۷ فیصده يې د حکومت د واک په ساحه کې کښت کېږي.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د مخدره موادو کښت یوه جدي ستونزه یاده کړه او په ټینګار سره يې وویل چې افغان حکومت د دغې پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې جدي دریځ لري.

سلامت عظیمي
سلامت عظیمي

اغلې عظميي وویل:

"زموږ هېواد د دغې شومې پدیدې قرباني دی، د ملي یووالي د حکومت مشران د دغې پدیدې په وړاندې د جدي مبارزې پرېکړه کړې ده، د مثال په ډول ویلای شم چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ملي پلان او په ملي او نړیواله کچه د پالېسۍ جوړول د دغې شومې پدیدې په وړاندې د ملي یووالي د حکومت جدي دریځ په ډاګه کوي."

خو اغلې سلامت عظیمي وايي چې د مخدره موادو په وړاندې هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا ده او د افغان حکومت او خلکو په ګډون باید نړیواله ټولنه هم په دې برخه کې لا زیاته مرسته وکړي.

اغلې عظیمې "معلول اړ نه دی، خو معتاد اړ دی" تر عنوان لاندې د مدني بنسټونو او یو شمېر معلولینو له لوري په جوړه شوې غونډه کې دغه خبرې وکړي او په ټینګار سره يې وویل چې مخدره موادو زیات شمېر افغان ځوانان ځپلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سرمفتش ادارې سیګار په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

دغې ادارې ویلي، سره له دې چې د مخدره موادو پرضد د مبارزې لپاره ډېرې زیاتې پیسې لګول شوي، خو بیا هم په دې برخه کې ګټوره مبارزه نه ده شوې.

خو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د سروې د برخې رئیس سید نجیب الله احمدي وايي چې دا پیسې له وزارت سره په همغږۍ نه دي لګول شوي، بلکې په نورو برخو کې هم لګول شوي دي.

په ورته وخت کې د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر، که څه هم د مخدرو موادو پرضد د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې مرسته اړینه بولي، خو وايي چې افغان حکومت هم په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه نه دي ترسره کړي.

دی زیاتوي:

"حکومت په دې برخه کې خپل مسؤلیت ښه نه دی ترسره کړی، ځکه د شته اسنادو او شواهدو له مخې، د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید په تېرو ۱۷ کلونو کې زیات شوي او همدا ثبوت دی چې افغان حکومت په دې برخه کې لاسته راوړنه نه لري."

خو د دغه وزارت د مخدره موادو د سروې د برخې رئيس وايي، په ۱۳۹۷ لمریزکال کې دوی له مخدره موادو سره د مبارزې او د کوکنارو د کروندو اړولو په برخه کې لاسته راوړنې لري او ښيي چې د کوکنارو په کښت او د مخدره موادو په تولید کې ۲۰ فیصده کموالی راغلی دی.

دی وایي، په شپږو ولایتونو لغمان، ننګرهار، کونړ، بدخشان، کندهار او کابل کې چې کوکنار پکې زیات کرل شوي وو او د مخدره موادو تولید پکې هم زیات و، د کوکنارو کروندې پکې اړول شوي او نتایج به ېې ترراتلونکو لسو ورځو پورې اعلان شي.

راپور: اکرام الله اکرام

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG