د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۷

ولسي جرګه: د افغانستان علما دې د پاکستاني علماوو د څرګندونو په تړاو غبرګون وښيي

چکري: که په مشخصه توګه طاهر اشرفي دا فتوا ورکوي دا به اشرفي د ځنیو اړخونو د فشار له وجې او یا شخصي ګټو لپار داسې څرګندونې کوي
چکري: که په مشخصه توګه طاهر اشرفي دا فتوا ورکوي دا به اشرفي د ځنیو اړخونو د فشار له وجې او یا شخصي ګټو لپار داسې څرګندونې کوي

د پاکستان د علماوو شورا وروستۍ څرګندونې د افغانستان د ولسي جرګې له تُندو غبرګونونو سره مخ شوي.

ولسي جرګې د پاکستان د عالماوو شورا د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي، د مولانا سمیع‌الحق له وژلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته نه‌رسېږي او لا پراخېږي غیر مسؤلانه وبللې.

د دغې جرګې غړي د هېواد له علماوو وغوښتل، څو په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۴» په عمومي جلسه کې په‌دې اړه د جرګې د غړو له څرګندونو وروسته وویل چې دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"موږ د یو ګاونډي هېواد په توګه دا نه‌غواړو چې د پاکستان په بې‌ثباتۍ کې رول ولرو، بلکې موږ غواړو د ډيپلوماتیک عرف او قانون په مطابق له پاکستان سره نېکې اړیکې ولرو، هېله‎مند یو چې په داسې غیر مسؤلانه څرګندونو پاکستان د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نه‎کړي او زموږ مخاطب د افغانستان علماء دي چې د پاکستان د علماوو غیر مسؤلانه څرګندونو په تړاو خپل دریځ روښانه کړي​."

ښاغلي ابراهيمي وویل، د مولانا سمیع‌الحق وژل کېدل افغانانو پورې هېڅ تړاو نه‎لري او افغانان د پاکستان بې‌ثباتي نه‌غواړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي له پاکستاني ټلوېزیوني چینل جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د مولانا سمیع‌الحق په وژنې سره به د افغانستان په جګړه کې تأثیر رانه‎شي، بلکې څو چنده به زیاته شي.

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا سمیع‌الحق چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور و، د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو په مرموز ډول ووژل شو چې تر اوسه هم کومې ډلې او یا لوري د دغې وژنې مسؤلیت په غاړه نه‎دی اخیستی.

مولانا سمیع الحق
مولانا سمیع الحق

دا په‎داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر پاکستاني علماوو په افغانستان کې جګړه روا بللې وه.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د پاکستان د دیني عالمانو د شورا د مشر مولانا طاهر اشرفي د وروستیو څرګندونو په تړاو د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا نظر هم ولري، خو بریالۍ نه‌شوه.

په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا مرستیال ګل احمد صدیق چکري د پاکستاني علماوو د مشر دغه څرګندونې بې‌بنسټه وبللې او ویې‌ویل، د افغانستان جګړه د نړۍ د ټولو علماوو له لوري ناروا بلل شوې ده.

ښاغلي چکري زیاته کړه:

"د افغانستان د جګړې په تړاو، د طاهر اشرفي د فتوا په تړاو دومره وایم چې جګړه په هېڅ صورت جواز نه‌لري او د نړۍ ټول عالمانو دا رد کړې ده. که په مشخصه توګه طاهر اشرفي دا فتوا ورکوي دا به اشرفي د ځنیو اړخونو د فشار له وجې او یا شخصي ګټو لپار داسې څرګندونې کوي."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د طاهر اشرفي څرګندونې سیاسي انګېزه لري او د دوی په خبره دا مسایل د پاکستاني استخباراتو په اشارې مطرح کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG