د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

عبدالله: په خاص ارزګان کې په ځنډ سره د اجرأتو له امله مرګ ژوبله زیاته شوې

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، په خاص ارزګان کې د حکومت له‌خوا په ځنډ سره د اجرأتو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیات شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۴» د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته وویل چې په ارزګان کې به د خلکو د دفاع او خوندیتوب لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخيستل شي.

دی وایي:

"کومه جګړه چې هلته روانه ده، له بده مرغه چې په خاص ارزګان کې د زیاتو خلکو د بې‌ځایه کېدو او مرګ ژوبلې لامل شوې او دا باید ومنو چې زموږ اجرأت په ځنډ سره وو چې دغه ځنډ د مرګ ژوبلې د زیاتېدو او د زیاتو خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شوی، زه ډاډ ورکوم، هغه څه چې زموږ په وس کې دي، د خلکو په دفاع کې به درېغ نه‌شي."

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل، په خاص ارزګان کې د روان وضعیت د کابو کولو لپاره‌یې د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي سره خبرې کړي او نوموړي ورته په دې برخه کې د لازمو اجرأتو ډاډ ورکړی دی.

اجرائیه رئیس وویل چې د بې‌ځایه شویو خلکو ستونزو ته رسېدنه هم په لومړیتوبونو کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې، له تېرو څو ورځو راهیسې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده چې ځيني خلک دغه جګړه قومي بولي، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د دغې جګړې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د خاص ارزګان ولسوالۍ تر څنګ د ارزګان ولایت يو شمېر نورو ولسوالیو او د مرکز اړوند په ځینو سیمو کې هم د ناامنیو او جګړو خبرونه ورکړل شوي چې خلک‌يې اندېښمن کړي دي.

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له لیرو سیمو د جګړې له کبله بې‌ځايه شويو کورنیو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې روانو جګړو ترې هر څه اخیستي او د ژمي لپاره سرپناه نه‌لري او تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.

دوی غوښتنه کوي چې دولت دې د ژمي لپاره د سرپناه ځایونه ورته پیدا کړي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي.

د ارزګان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په ارزګان کې له ۱۰ زرو ډېرې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي هم د دغې جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښتل چې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د روان ناورین مخه ونیسي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"دغه موضوع چې له څو ورځو راهیسي مطرح ده، دوه ډوله تفسير کېږي، يو وايي چې جګړه قومي ده، بل وايي چې طالبانو د سیمې په خلکو هجوم راوړی چې تلفات هم لري، په دواړو حالتونو کې مسؤلیت د امنیتي او دفاعي ارګانونو او حکومت په غاړه دی چې باید ژر تر ژره د دغه ناورین او د خلکو د وژنې مخه ونیسي."

د خاص ارزګان ولسوالۍ د ولایت مرکز ترینکوټ په ختیځ ۱۲۰ کېلو مترۍ کې د زابل او دایکنډي ولایتونو له نا امنه سیمو سره په ګاوند کې پرته ده چې له مرکز ترینکوټ سره‌یې د ځمکې لار له څه باندې یوه کال راهیسې تړلې ده.

راپور: محمد واصل وصال

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG