د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د کونړ اوسېدونکي: د مناګي د برښنا د بند ټول کارونه له ستونزو ډک دي


د کونړ اوسیدونکي وایي، په تېرو ۱۷ کلونو کې د اوبو او برښنا په برخه کې کوم بنسټیز کار نه‎دی شوی، یوازې د مناګي برښنا بند چې پنځه کاله وړاندې يې کار پیل شوی او د جوړېدو په صورت کې به ۲۱۰۰ کېلو واټه برښنا تولید کړي.

د دې ولایت خلک وايي، د مناګي د برښنا بند ډیزاین چې د اته مېګا واټه برښنا د تولید لپاره جوړ شوی و، خو کله چې پرې عملي کار پیلېده دغه ظرفیت‌يې ۲،۱ کېلو واټ ته راټیټ کړای شو او د بند کارونه‌یې هم بې‌کیفیته دي.

دوو قومي مشرانو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"حاجي علي احمد یم، بند یې بې‌کاره جوړ کړی. دېوالونه‌يې د ځمکې پر سر دي، کله چې په بند او ویاله کې اوبه راشي، نو اوبه‌یې شلوي."

"حاجې یار محمد یم، په کانال او سربند کې کندن کاري او پخته کارې نه‌ده شوې. د ځمکې پر سر يې ورته بنیاد کېښوده، دا يې قصداً داسې کړي."

بل‌خوا د مناګي بند د ساختماني شرکت انجنیر میرزمان وايي، د بند جوړولو ټول کارونه‌یې د پلان او پروپوزل سره سم روان دي.

کوم ځایونو کې چې ستونزه پیدا شوې هغه به ژر هواره کړي.

خو خلک وايي، د یاد بند ټول کارونه له ستونزو ډک دي او حکومتي مسؤلین باید بې‌کیفیته او کمزوري کارونه تأیید او تسلیم نه‌کړي.

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال
د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د یکشنبې په ورځ په برښنا بند کې د شته ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کومو ځایونو کې چې دوی پخوا کار کړی، په هغه دوی خپله اقرار وکړ چې کارونه‌یې کمزوري دي. اوس تعهد دا دی چې دېوالونه به ټول د کانکرېټ او سیخ په واسطه جوړېږي چې په راتلونکي کې ورته زیان ونه‌رسېږي. له تیږو جوړ دېوالونه موږ ته په هېڅ وجه د منلو نه‌دي. په ټاکلي وخت به کارونه بشپړوي او کومو ځایونو کې چې د راتلونکي له‌پاره تهدید موجود دی هغه به له‌منځه وړي."

د مناګي بند کارونه څه باندې پنځه کاله وړاندې پیل شوي دي، بودجه‌یې نږدې ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره کېږي.

خلک وايي، د کار بشپړېدو نېټه‌يې پنځه کاله ښودل شوې.

ټاکلی وخت‌يې پوره شوی، خو اوس هم په‌کې د یوه کال کار پاتې دی.

حکومتي مسؤلینو ته په‌کار دي چې د برښنا بند جوړولو د ټولو کارونو سمه څارنه وکړي، څو بند په اساسي ډول ورغول شي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG