د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

نېکمل: که طالبان اجازه را نه کړي، د پولیو کمپاین به لغوه کړو


په غزني کې روغتیایي چارواکي وايي، که وسله وال طالبان کور په کور ماشومانو ته د پولیو د واکسین د تطبیق اجازه ور نه کړي، نو دوی به د پولیو راتلونکی درې میاشتنی کمپاین لغوه کړي او په راتلونکو کمپاینونو به هم غور وکړي.

د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهرشاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د عامې روغتیا د پولیو د واکسین پر ټیمونو د کور په کور ګرځېدو بندیز لګولی دی.

هغه زیاتوي، دغه موضوع یې له روغتیا وزارت او نړیوال روغتیايي سازمان سره شریکه کړې، تر څو د حل لاره ورته پیدا کړي.

ظاهرشاه نېکمل
ظاهرشاه نېکمل

ښاغلی نېکمل زیاتوي:

"په افغانستان کې د پولیو د څاڅکو او واکسینونو په برخه کې ډېری کلتوري محدودیتونه شته، ټیمونه یې کور په کور ګرځي، پر میندو او پلرونو ماشومانو ته د واکسینونو او د پولیو د څاڅکو په ورکولو ټینګار کوي، خو بیا هم په ځینو سیمو کې نه بریالي کېږي، جوماتونو ته د ماشومانو راوړل خو بيخي لېرې خبره ده"

وسله والو طالبانو په غزني کې د واکسینونو ټیمونو ته ګواښ کړی چې له دې وروسته به ماشومانو ته د کور په کور ګرځېدو پر ځای، د کلي په جوماتونو او یا هم د کلي د ملک په کور کې واکسین او د پولیو څاڅکي ورکوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي ستونزو او د دوی ملګرو ته د ګواښونو او پر هغوی د بریدونو له امله يې په دغه کار لاس پورې کړی دی، تر څو د دوی پر جنګالیو د هوايي او ځمکنیو بریدونو مخنیوی وشي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG