د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

ولسمشر غني: پکتیکا نن یکشنبه دوهمې درجې ته ارتقا کوي


ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او له بېلابېلو قشرونو سره د جلا-جلا کتنو ترڅنګ يې د خلکو په یوه پراخه غونډه کې هم برخه واخېسته.

ولسمشر د یاد ولایت د خلکو پرله‎پسې غوښتنو ته په کتو پکتیکا دوهمه درجه ولایت اعلان کړ.

ولسمشر وویل، پکتیکا دوهمې درجې ته ارتقا کوي، د پکتیکا لپاره به اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د مېرمنو لپاره د فاتحې ځای، په ښرنه او ارګون کې د نجونو یو یو ښوونځی او یوه یوه لېسه جوړه شي.

جمهور رئيس زیاته کړه، پکتیکا پوهنتون به مستقل او د دوه نورو پوهنځیو لرونکی شي، د پوهنتون د احاطې دېوال به جوړ او د انګور اډې سړک په پاتې برخه به هم پانګونه وشي.

افغان ولسمشر زیاته کړه:

"نن پکتیکا دوهمه درجې ولایت ته ارتقا کوي، پکتیکا اصلي پانګه چې غواړي هغه پوهنه ده، نو ځکه ولایتي شورا سره مې ژمنه نه‎وه کړې، اوس ولس سره ژمنه کوم چې دوه نور پوهنځي به وزیر صیب درکړي. "

ولسمشر سره پکتیکا ته د شنبې ورځې په سفر کې د افغان حکومت د کابینې یو شمېر غړي، د سویل ختیځ زون ځینې والیان او امنیتي چارواکي ملګري وو.

ولسمشر د پکتیکا د خلکو غونډې ته دا اعلان هم وکړ چې په یاد ولایت کې د روغتیايي اسانتیاوو په خاطر به د ښرنې ولایي روغتون یو سلو پنځوسو بسترو ته لوړ شي او د ۲۷۰۰ هغو ښوونځیو له ودانیو څخه چې اوس‎مهال په افغانستان کې جوړېږي، پکتیکا ته خپله ونډه ورکړل شي.

ولسمشر پکتیکاوالو ته دا هم وویل چې په نوي کال کې به په اساسي ډول د اوبو په یو یا دو بندونونو د جوړولو کار وشي.

جمهور رئيس وویل:

"وزیر صیب د ۲۷۰۰ مکتبونو د جوړولو مسوول دی، د پکتیکا برخه به په شفافه توګه درکوي او سږکال يې درکوي، ژمنه مې دا ده چې یو یا دوه بنده خو په اساسي توګه په راتلونکې کال کې وګورئ چې شروع شي، په روغتیا برخه کې باید په یوه برخه يې کار وکړ چې هغه دا ده یو امنیتي یا نظامي روغتون جوړ شي، همدومره ژمنه درسره کوو، له هر ځایه يې چې پیدا کوو، د ښرنې شفاخانه به یو سلو پنځوس بسترو ته لوړه شي."

بل لوري ته د پکتیکا اوسیدونکي یاد ولایت ته د ولسمشر سفر ګټور بولي او وايي، د ولسمشر د ژمنو په پلي کېدو سره به د خلکو ډېرې اړتیاوې پوره شي.

د پکتیکا په ولایت کې یوه بله مهمه ستونزه یاد ولایت ته د لویو لارو په اوږدو کې امنیتي ګواښونه دي.

ولسمشر یاد ولایت ته د سفر پرمهال د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او میدان وردک والیانو ته لارښوونه وکړه چې په ګډه د لویو لارو د خوندیتوب په برخه کې خپله همغږي او همکاري زیاته کړي او په‎دې برخه کې د ولسونو رول ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ولسمشر په‎دې وروستیو کې د حکومت د کابینې د غړو سره یو ځای د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته خپل سفرونه ډېر کړي او څو ورځې مخکې يې هلمند ته هم سفر کړی وو.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG