ټیکا: په بلخ کې مو د درې نیم لکو ډالرو په ارزښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې
په بلخ ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ چارواکي وايي چې د درې نیم لکو امریکايي ډالرو په ارزښت یې نن شنبه د عقرب په ۱۲ مه درې ټولګټې پروژې چې پکې د تعلیم او تربیې پوځني لپاره پارک، د ماشوم او مور لپاره یوه مدرسه او د استقلال ښوونځي د ودانۍ ترمیم شامل دي، د بلخ د دولتي چارواکو په حضور کې ګټنې اخيستنې ته وسپارلې.
د ټیکا د دفتر د همغږۍ مسؤل ذوهتو چال یې په اړه وايي:
"د ترکیې هېواد په بلخ کې د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې."
د بلخ د والي مرستیال شجاع الدین شجاع چې د یادو پروژو د پرانیستې په غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې له ۲۰۰۴ میلادي کال تر دې دمه د ترکیې هېواد په افغانستان کې د بیا رغونې او د معارف د ودې په برخه کې میليونونه ډالر په مصرف رسولي دي.
د والي مرستیال په افغانستان کې د ترکیې د انسجام او همغږۍ له دفتره وغوښتل چې د مولانا جلال الدین بلخي کور (خانقاه) د بیا رغولو چارې دې له سره ونیسي او همدارنګه د بلخ د شرعیاتو د پوهنځي لپاره دې هم یوه ودانۍ جوړه کړي.
ښاغلي شجاعي په دې اړه ووېل:
"د ترکیې هېواد د خپلو مرستو په دوام کې خاصتاً په بلخ ولایت کې باید د مولانا د خانقاه د بیا رغولو لپاره مرستې ګړندۍ کړي او همدارنګه د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته دې ودانۍ جوړه کړي."
په بلخ ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ د چارواکو په خبره چې د ترکیې هېواد په ټول افغانستان کې د انسجام او همغږۍ درې مرکزونه لري چې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د بیا رغونې او د معارف د ودې په برخو کې فعالیت کوي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی