د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۶

کرزی: د قطر له دفتر سره ۵ نوي یوځای شوي طالب مشران ښه خلک دي

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د طالبانو پنځه مشران چې په وروستیو کې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره یو ځای شول، ښه خلک دي.

د طالبانو پنځه مشران محمد فضل، محمد نبي، خیرالله خیرخواه، عبدالحق واثق او نورالله نوري چې تقریباً یوه لسیزه یې په "ګوانتنامو بې" کې د امریکا په پوځي زندان کې تېره کړې، په ۲۰۱۵ میلادی کال کې له امریکايي عسکر بو برګډال سره تبادله او قطر ته ولېږدول شول.

بو برګډال په افغانستان کې طالبانو نیولی و.

بو برګډال
بو برګډال

د طالبانو یوه ویاند اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې هغوی تر اوسه په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه درلوده، خو اوس په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې منل شوي او تردې وروسته به فعالیت کوي.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په پرونۍ مرکه کې ویلي:

"اکثر کسان چې زه په کې پېژنم، ښه خلک دي، هیله مند یم چې د قطر له دفتر سره د هغوی یو ځای کېدل به، د افغانستان او سولې لپاره ښه خبر وي، موږ به دې هدف ته د رسېدو لپاره له هغوی سره هر ډول همکاري وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پېژندل شوی مشر ملا عبدالغني برادر هم په وروستیو کې په پاکستان کې ازاد شو.

هغه په پاکستان کې نظر بند و.

د راپورونو په حواله، کله چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته ولاړ، د ملا برادر د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

حامد کرزي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې د سولې لپاره د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.

حامد کرزی زیاته کړه:

"دا چې امریکایانو د سولې لپاره تازه هڅې پېل کړې، ملاتړ یې کوم، خو هیله مند یم چې دا هڅې به مثبتې پایلې ولري او صادقانه به وي، خو وضاحت باید موجود وي، موږ سوله او د افغانستان ملي حاکمیت غواړو، موږ د افغانستان په برخه کې د بهرنیو هېوادونو معامله نه غواړو."

د افغانستان د سولې په اړه یو پرمختګ په قطر کې د طالبانو او امریکا د حکومت د استازو ترمنځ کتنه وه چې ډېر جزیات یې نه دي خپاره شوي.

د افغانستان حکومت پر دې چې د سولې هڅې باید د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مشرۍ وي، ټینګار کوي.

خو داسې څرګندېږي چې د دې خبرې واک امریکا په لاس کې اخیستی، ځکه مخامخ يې له طالبانو سره خبرې پېل کړې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG