د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

په تخار کې د پلې شویو پروژو د کیفیت له ټیټوالي د سیګار اندېښنې!


جان سوپکو
جان سوپکو

سيګار ادارې د افغانستان د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت له خوا د عملي سويو پروژو د ټيټ کيفيت په اړه اندېښنه لري.

په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ښو فعالیتونو د ستاینې پروګرام د افغان حکومت په غوښتنه او د امریکا له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون د تطبیق ادارې یا (INL) په مالي مرسته پيل شو چې هدف یې په هغو ولایتونو کې د بیارغاونې د پروژو عملي کول و چې هلته د کوکنارو کښت صفر شوی او یا هم بیخې نه کرل کېږي.

د سیګار په تازه راپور کې چې په تخار ولایت کې یې د پوهنتون لپاره د څلورو لیلیو د پروژې په اړه څېړنه کړې، راغلي دي چې د ودانۍ ټيټ کيفيت، برښنايي سېستم نیمګړتیا، د مېزونو، څوکیو او نورو وسائلو نشتوالی د دې پروژې له نیمګړتیاو څخه ګڼل کېږي، خو له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت بیا د دې پروژې کیفیت د ډاډ وړ بولي او زياتوي چې د لیلیې ودانۍ د ځايي خلکو په غوښتنه جوړه شوې او د استفادې وړ ده.

حنیف دانشیار
حنیف دانشیار

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل:

"ّزموږ پروژې په ټول افغانستان کې ګټورې او بریالۍ عملي شوي دي، په ځانګړې توګه، د تخار پروژه چې د دې ولایت د پوهنتون لپاره له ستونزو او نیمګړتیاو پرته څلور لیلیې جوړې شوي او خلک ګټه ځنې اخلي، څوکۍ، میزونه او نور وسائل د دې پروژې برخه نه وه، دا وسايل د افغان دولت په امکاناتو برابر شوي دي، د (INL) په بودجه کې نه دي شامل."

د امریکا متحده ایالتونو د ښو فعالیتونو د ستاینې پروګرام ته (۱۵۰) میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې وه چې (۱۳۰) میلیونه ډالره یې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له خوا پر ساختماني پروژو باندې لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزی وزارت له (۲۰۱۶) میلادي کال راهيسې د (INL) ادارې له خوا د مالي مرستو د کمېدو خبر ورکوي، خو سیګار بیا د ښو فعالیتونو د ستاینې له پروګرام سره د (INL) د مالي مرستې د کموالي علت د نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د ظرفیت ټیټوالی او د دې وزارت له خوا په نيمګړي ډول د ساختماني پروژو عملي کېدل بولي.

د افغانستان د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزی کمېسیون رئیس هاشم الکوزی وایي چې د ښو فعالیتونو د ستاینې پروګرام څارنه ښیي چې پروژې په نيمګړي ډول عملي شوي او د بزګرانو غوښتنې په پام کې نه دي نیول شوي.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

دی زیاتوي:

"هغه پروژې چې خلک، په تېره بيا بزګران یې غواړي، په پام کې نه دي نیول شوې، په ځینو برخو کې اصلاً دغه ډول پروژې چې دوی يې ادعا کوي، بيخي نشته او په ځینو سیمو کې بیا د تطبیق شويو پروژوکیفیت ټيټ او د بزګرو غوښتنو ته پام نه دی شوی."

سیګار د امریکا له نشه يي موادو سره د مبارزې او قوانینو د تطبیق له ادارې څخه غوښتي چې که په دې برخه کې له افغانستان سره مالي مرسته کوي، نو د انکشافي پروژو کيفيت ته دې هم په جدي ډول پام وکړي.

د افغانستان له نشه یي موادو سره د مبارزې وزارت بیا وايي چې که له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې مرستې کمي شي، نو دا مبارزه به ټکنۍ شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG