د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۲

د اسیه بي بي د خوشې کېدو پرېکړه او غبرګونونه!

هغه پاکستانۍ عیسوۍ چې اسلام ته د سپکاوي په تور په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په اعدام محکومه شوې وه، درې ورځې مخکې د چهارشنبې په ورځ محکمې د دې د راخوشې کولو پرېکړه وکړه.

د دې پرېکړې په نتيجه کې د افراطي اسلامپال سیاسي ګوند تحريک لبيک پاکستان غړو په لاهور ښار کې د اعتراض په توګه لویو ښارونو ته تلونکي سړکونه وتړل چې نن د دغو اعتراضونو درېيمه ورځ ده.

د دې خلکو غوښتنې څه دي؟

د تحریک لبیک پاکستان مشرانو ويلي چې د اسيه بي بي د راخوشې کېدو په اړه يې چارواکو سره مذاکرات ناکام شوي او له خپلو پلويانو یې غوښتي چې اوس دې له پوليسو سره نښتو ته چمتو شي.

دوی د اسيه بي بي د راخوشې کېدو پر ضد دي او وايي چې محکمه بايد خپله پرېکړه بدله کړي.

د دې ګوند مشر خادم حسین رضوي ویلي چې له جنرال فیض سره یې خبرې وکړې، خو پايله يې نه لرله او حکومت ورته تهدید کړی چې دوی به ټول تصفیه کړي.

د نومبر په لومړۍ نېټه پرون پنجشنبه د پاکستان صدراعظم عمران خان لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړ چې حکومت به د دوی پر وړاندې اقدامات وکړي، که دوی د لویو لارو بندولو ته دوام ورکړي.

اعتراض کوونکو په کراچۍ او ختيځ لاهور کې سړکونه بند کړي دي او په دواړو ښارونو او همداراز اسلام اباد کې شخصي ښوونځي تړلي دي.

د اسیه بي بي قضیه په مشخصه توګه څه ډول ده؟

۴۷ کلنه اسیه بي بي د څلورو کوچنيانو مور په ۲۰۱۰ میلادي کال کې اسلام ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه شوه، دې د ۲۰۰۹ میلادي کال د دوبي په يوه ورځ د مسلمانو ښځو له پيالې اوبه څښلې وې چې دې کار يې د هغوی غوصه راپارولې وه.

وروسته دا ښځې د جومات ملا ته ورغلې او پر بي بي يې تور پوري کړ چې اسلام ته يې سپکاوی کړی دی.

دا هغه تور دی چې د بريتانوي راج د وختونو د قانون له مخې يې سزا مرګ ده.

د اسیه بي بي مدافع وکيلانو د چهارشنبې په ورځ د محکمې د نوي پرېکړې هرکلی وکړ.

د بشري حقونو مدافع ادارو اندېښنه څرګنده کړې وه چې په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي له قانونه هر څوک پرته له شواهدو د شخصي شخړو په خاطر ناوړه استفاده کوي.

په ۲۰۱۰ میلادی کال کې پاپ بنيډکټ د اسیه بي بي د راخوشې کولو غوښتنه وکړه او د ۲۰۱۵ میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې د بي بي مېړه اکاش مسيح او یوې لور يې له پاپ فرانسس سره په ايټالیا کې وکتل.

د پاکستان د پنجاب په لویو ښارونو کې ځای پر ځای خنډونه درول شوي، لارې تړلې دي او د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون، په یو شمېر ښارونو کې د موبایل ټيليفون شبکې درول شوې دي.

د پوځ ویاند تر لاريون پیلېدو وروسته په لومړي ځل په دې اړه خبرې کړي او د نومبر پر دوهمه یې د پاکستان دولتي ټلویزیون ته ویلي چې د اسیې بي بي په اړه د سترې محکمې پرېکړه د اساسي قانون له مخې، ده او له پوځ سره هېڅ تړاو نه لري.

سترې محکمې د اکتوبر په ۳۱ مه په خپله پرېکړه کې وویل چې د اسیې بي بي پر ضد یې د اسلام د پیغمبر د سپکاوي ثبوتونه تر لاسه نه کړای شول، نو ځکه د اعدام سزا لغوه او سمدستي د هغې د خوشې کولو حکم کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG