د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

په ارزګان کې په لومړي ځل د کرکټ خصوصي اکاډومي جوړه شوه


په ارزګان کې په لومړي ځل یوازنۍ د کرکټ خصوصي اکاډومي جوړه شوه.

دغه اکاډومي د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې جوړه شوې او تېره ورځ ناوخته ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

د دغې اکاډومۍ مسؤل شفیع الله رحیمي وايي، دغه اکاډومي یې د ځوانانو او لوبغاړو په غوښتنه جوړه کړې او په خبره یې چې هدف يې د کرکټ په برخه کې د پټو څېرو او وړتیاو ښکاره کول دي.

د دغه ولایت د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، که لوبغاړي خواري وکړي، نو د ۱۹ کلنو په لوبډله کې به ورته د لوبېدو زمینه برابره کړي.

که څه هم په ارزګان ولایت کې لوبې ورځ تربلې وده کوي، خو دولت تراوسه پورې په دغه ولایت کې د لوبو لپاره هغسې کار نه دی کړی، لکه څنګه چې لازمه ده.

XS
SM
MD
LG