د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د انتخاباتو کمېسیون: په څو ورځو کې به د ټاکنو د وروستیو پایلو نېټه اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په لږو ورځو کې به د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو او وروستیو نتایجو نېټه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین په ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د نړیوالې ټولنې له استازیو سره له لیدو وروسته وايي، تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د انتخاباتو د نتایجو د نېټې اعلانولو ته تصمیم ونیول شي.

د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي او له ټاکلې نېټې سره یې سم د انتخاباتو د نتایجو د اعلان د ځنډېدو لامل ورسره شریک کړی دی.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

​ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"موږ خپل عذر وړاندې کړ، دا چې د رأیې ورکوونکو د لېست شاملول او د بایومټریک دستګاه پېچلتیا لري، ښايي د عقرب په ۱۹مه دغه نتایج اعلان نه‎شي، په‎ دې اړوند موږ نن او سبا بحث لرو چې د انتخاباتو د لومړنیو او وروستیو نتایجو د اعلان لپاره یوه منظمه او عملي نېټه له خلکو سره شریکه کړو."

دا په‎ داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان لپاره د روانې لمریزې میاشتې ۱۹مه نېټه ټاکلې وه.

دغه کمېسیون تېره ورځ وویل، د ۲۰ ولایتونو نتایج او د بایومټریک دستګاوې کابل ته را رسېدلي او نورې به‎ یې هم تر راتلونکو دوو ورځو پورې را ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، کابل ته د ټولو ولایتونو د رأیو ورکوونکو د اطلاعاتو او د بایومټریک د دستګاو له رسېدو وروسته، دغه ټول موارد ډېټابېس ته لېږدول کېږي چې همدغه بهیر د نتایجو د نېټې اعلانول ځنډولي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئيس محمد نعیم ایوب‎ زاده انتقاد کوي او وايي، د انتخاباتو د نتایجو د اعلانېدو ځنډول، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمزوري ده او دا چې موضوع له ولسمشر سره مطرح کېږي، دا د انتخاباتو په چارو کې د حکومت مداخله ښيې.

نعیم ایوب زاده
نعیم ایوب زاده

نوموړی وايي:

"کمېسیون ځي او د انتخاباتو د نتایجو د ځنډېدو موضوع له ولسمشر سره مطرح کوي او ولسمشر هم لارښوونه کوي چې دا کار دې وشي، دا په‎خپله د انتخاباتو په چارو کې د حکومت څرګنده مداخله او د کمېسیون کمزوري ښيې، ځکه د نتایجو د اعلان په اړه له ولسمشره هدایت غواړي. موږ په شدیده توګه د کمېسیون پر کمزورۍ او د حکومت په مداخلې اندیښمن یو، له دغه وضعیت سره یوې مطلوبي نتیجې ته رسېدل کیدای شي ناممکن وي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ د رئيس د دې ادعا په اړه چې حکومت په انتخاباتي چارو کې مداخله کوي، د حکومت نظر هم ولرو، خو بریالۍ نه شوه.

دغه شان د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس انتقاد کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره له دې چې په ډېرو مواردو کې یې کمزوري لرله، د دغې پروسې په راټولو او د نتایجو د نېټې په اعلانولو کې هم پاتې راغلی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG