د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

جان بولټن: امریکا غواړي پر ایران تر ټولو زیات فشار چې امکان یې وي، راوړي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وایي، سپینه ماڼۍ غواړي چې د ایران د تېلو پر سکټور په نویو بندیزونو د دغه هېواد پر اقتصاد فشار زیات کړي، خو نه غواړي چې خپل دوستان او متحدین چې د دې هېواد په تېلو پورې تړلي، زیانمن کړي.

ټاکل شوې چې امریکا د نومبر پر پنځمه نېټه د ایران د تېلو پر سکټور نوي بندیزونه ولګوي، خو یو شمېر هېوادونه له واشنګټنه غواړي چې له‎دې بندیز څخه معافیت ورکړي.

جان بولټن
جان بولټن

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د همیلټن سوسایټي ته وویل:

"موږ غواړو چې پر ایران تر ټولو زیات فشار چې امکان یې وي، راوړو، خو دا هم نه غواړو چې دوستان او متحدین مو زیانمن شي."

د بولټن دغه څرګندونې ښایي د سپینې ماڼۍ له‎خوا چې له ټولو هېوادونو غواړي د ایران د تېلو واردات صفر ته ورسوي، د یو څه نرمښت نښه وي.

متحده ایالات څلور ورځې وروسته د نوومبر په پنځمه د ایران د تیلو پر صنعت نوي بندیزونه لګوي.

واشنګټن دغه راز پر دې هم غور کوي چې د هند او ترکیې په څېر یو شمېر متحدین چې ورڅخه یې له بندیزونو د معافیت غوښتنه کړې، معاف کړي.

هند چې له چین وروسته د ایران د تېلو دوهم ستر پیریدونکی دی، ویلي چې سمدستي نه‎شي کولای چې د ایران د تېلو د وارداتو بدیل پیدا کړي او له بندیزونو د معافیت غوښتونکی دی.

ترکیې هم روانه اوونۍ د امریکا له خزانې وزارت څخه ورته غوښتنه کړې ده.

جنوبي کوریا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د امکان تر حده یې کمپنۍ له نویو بندیزونو څخه معافې کړي.
د نورو هېوادونو په ډله کې چې د ایران پر تېلو متکي دی، افغانستان او عراق هم شامل دي.

بولټن وویل، اداره یې پوهېږي چې یو شمېر هېوادونه به ونه‎شي کولای چې بندیزونه سمدستي بشپړ رعایت کړي.

د امریکا متحده ایالات دې ته چمتووالی نیسي چې د نومبر پر پنځمې نېټې د ایران د تېلو پر سکټور نوی بندیز ولګوي.

بولټن ویلي، حتی که ځینې استثنات هم په‎دې بندیز کې راشي، خو وایي چې تهران لا له وړاندې د ایراني ریال د بیې رالوېدو له کبله سږکال له سخت اقتصادي فشار سره مخامخ دی.

د بولټن تر دې څرګندونو څو ساعته دمخه د ایران ولسمشر حسن روحاني خپلو هېوادوالو ته خبرداری ورکړ چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې د امریکا له نویو بندیزونو سره له نورو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اکتوبر پر ۳۱مه ویلي وو چې د ایران د تېلو د رامنځته کېدونکي تشې د ډکولو لپاره په نړیوال مارکیټ کې په کافي اندازه منابع شته.

XS
SM
MD
LG