د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۸

سرور دانش: افغانستان لا هم د رسنیو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو څخه دی

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، افغانستان لا هم د رسنیو او خبریالانو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.

افغان حکومت د وسله‎والو مخالفینو په حملو کې خبریالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل، د حکومتي او غیر حکومتي کسانو له‎خوا د دوی په وړاندې تاوتریخوالی او د معافیت فرهنګ شتون د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه بولي او په‎دې اړه اندېښنه ښيي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۰» په کابل کې «د نومبر دوهمې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخولي او جرایمو د معافیت د ختمېدو د نړیوالې ورځې» په لمانځغونډه کې وویل، سره له ډېرو هڅو بیا هم خبریالان او د رسنیو مسؤلین له ګواښ او خطر سره مخ دي.​سرور دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"موږ نن په‎داسې حال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرایمو د معافیت د ختمېدو نړیواله ورځ لمانځو چې له بده‎مرغه افغانستان د خبریالانو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو شمېرل کېږي، په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو په وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه قضیې ثبت شوې دي چې يو شمېر یې د خبریالانو د مرګ لامل هم شوي دي."

ښاغلي دانش وویل چې حکومت په تېرو ۱۸کلونو کې د خبریالانو د ستونزو د هواري لپاره ډېرې هڅې کړي چې د ده په خبره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې جوړول او د خبریالانو د ملاتړ صندوق پرانېستل‌يې ښې بېلګې دي.

له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د نومبر دوهمه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع د پرېکړې له مخې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرایمو د معافیت د ختمېدو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي او په ترڅ کې یې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتل کېږي چې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

نجیب شریفي

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي يادې غونډې ته وویل چې افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړیواله کچه په ښه ځای کې دی، خو په دغه هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.

ښاغلی شریفي وايي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان د خبریالۍ د مسلک لپاره د نړۍ يو له خطرناکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۲۰ او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۱۴ خبریالان په‌کې وژل شوي.

په‎دغه ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تدامیچي ياماموتو د خبریالانو په وړاندې د جرایمو او تاوتریخوالي د پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې له‎خوا د افغان خبریالانو سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تدامیچي یاماموتو

نوموړي زیاته کړه:

"دا يو تریخ واقعیت دی چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د جرایمو کچه لوړه ده، په زیاتو خبریالانو حملې شوي او ګواښل شوي دي، د دغو پېښو عاملین باید په‎دې باور نه‌وي چې دوی له قانونه پورته دي، د معافیت فرهنګ باید ختم شي."

په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د يوه لارښود د جوړولو خبر ورکوي او وايي چې د دغه لارښود له تصویبېدو وروسته به یاد لارښود په رسنیو ووېشل شي چې ورڅخه د يوې پالېسۍ په چوکاټ کې ګټه واخلي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د خبریالانو د خوندیتوب موضوع باید د سولې په خبرو کې هم د يوې مهمې موضوع په توګه مطرح شي، ګنې د دغه کمېټې د مسؤلینو په خبره د بیان د ازادۍ په برخه کې شته لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.

راپور: محمد واصل وصال

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG