د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د دغه هېواد د بیارغونې لپاره امریکا د ځانګړي پلټونکي يا سیګار د هغې ادعا په اړه چې ګوندې د ملي اردو او پولیسو د روزنې په برخه کې د امریکا دفاع وزارت لهخوا لګول شویو سلګونه میلیونه ډالرو مؤثره نتیجه نهده ورکړې ردوي.
دوی وايي چې د دغو پروګرامونو له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مهارتونه او وړتیاوې ډېرې لوړې شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیګار د دغې ادعا په اړه وویل:
"دوی دا ادعا کړې ده چې کومې روزنې، ورکشاپونه او مشورې چې د نړیوالو سلاکارانو لهخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي مؤثریت نهلري، موږ دا ادعا ردوو او وایو چې د پام وړ مؤثریت لري."
نصرت رحیمي
دا پهداسې حال کې ده چې د سیګار په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی راغلي چې دوی د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ میاشتې نه د ۲۰۱۸ میلادي کال تر اپرېل میاشتې پورې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورو ورکولو هڅې ارزولي دي.
په راپور کې راغلي چې د دفاع وزارت د نیمګړي پلان او کمزورې څارنې او ارزونې له امله په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د دغو هڅو او پروګرامونو پرمختګونه او مؤثرې پایلې نامعلومې دي.
سیګار وایي، له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې چې دفاع وزارت له قراردادیانو سره د یو میلیارد او ۶۲۰ میلیونه ډالرو څلور قراردادونه کړي چې د افغانستان د ملي اردو او کورنیو چارو وزارتونو سرتېرو او پولیسو ته روزنه ورکړي.
په راپور کې دا هم راغلي چې د ۴۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه قراردادونهیې تر اوسه هم دوام لري چې په روانه نومبر میاشت کې به ختم شي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد هم د سیګار راپور ردوي او وايي چې د امریکا دفاع وزارت لهخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنیز او د مشوره ورکونې پروګرامونه ډېر ګټور تمام شوي دي.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه:
"دغه پروګرامونه که روزنیز دي او که مشورې دي، ډېر مؤثر دي، تاسو ولیدل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د پارلماني ټاکنو امنیت خوندي کړي او په ښه توګهیې مدیریت کړي، د همدغه روزنیزو پروګرامونو له امله د دوی ظرفیت لوړ شوی دی."
بلخوا د پوځي چارو کارپوه کابل خان تدبیر بیا د سیګار راپور تأییدوي او وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مشورې په نوم لګول شوې پیسې حیف و میل شوې دي.
کابل خان تدبیر
دی وايي:
"یقیناً زه د سیګار راپور تأییدوم، هغه پیسې چې مصرف شوي، هغه د افغانستان د نظامي سکټور په درد نهدي خوړلي، بلکې په هغو برخو کې لګېدلي چې بېګټې وې او هسې پیسې حیف و میل شوې دي."
دا پهداسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سیګار مشر جان سوپکو د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې ویلي چې له ۱۷ کلونو وروسته کله چې امریکا په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد جګړه پیل کړه،
- دا هېواد لا هم له ستونزو سره مخ دی.
- د افغان امنیتي ځواکونو ظرفیت تر پوښتنې لاندې دی.
- فساد دوام لري.
- او د نشهیي موادو تولید لا هم د دولت ضد وسلهوالو د تمویل لویه سرچینه ده.
راپور: محمد واصل وصال