د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۸

جولیان اسانژ: په لندن کې د اکوادور سفارت مې د اوسېدو شرایط سخت کړي

د ویکي لیکس موسس جولیان اسانژ وایي چې په لندن کې د اکوادور سفارت دده د اوسېدو شرایط سخت کړي دي.

اخوا د اکوادور یوه قاضي د دوشنبې په ورځ د جولیان اسانژ هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې دي، په لندن کې د اکوادور سفارت پر ده د اوسېدو د نویو شرطونو په ایښودو سره، دده حقوق تر پښو لاندې کړي دي.

دغه سفارت چې د ویکي لیکس د سازمان بنسټ ایښودونکي اسانژ له شپږو کلونو راهیسې پکې پناه اخیستې، په دې وروستیو کې هغه ته ویلي چې هغه کسان چې لیدو ته یې ورځي، باید له مخکې تأیید شي، خپل تشناب باید پاک کړي، خپله پیشو وڅاري او هم د برښنا او انټرنټ د لګښتونو بیلونه باید تحویل کړي.

جولیان اسانژ
جولیان اسانژ

اسانژ ویلي چې دغه نوي شرطونه پر ده له دغه سفارته په زوره د ایستلو یوه هڅه ده.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، اسانژ د ویډیویي اړیکې له لارې په کویتو کې محکمې ته وویل چې بریتانیا له مخکې د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره هغه هېواد ته دده د ورسپارلو په اړه موافقه کړې، خو دغه ادعا د اکوادور څارنوال اینیګو سلوادور رد کړې ده.

د اسانژ مدافع وکیل کارلوس پوویدا چې د محاکمې په جریان کې یې حضور درلود، وویل چې موکل به یې د قاضي د دغې پرېکړې په اړه د استیناف غوښتنه وکړي.

اسانژ چې د استرالیا تابعیت لري، په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغې په لندن کې د اکوادور سفارت ته پناه یوړه چې سویډن د جنسي تېري د ادعاوو په خاطر د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

که څه هم پر اسانژ دغه تورونه لغوه شوي، خو نوموړی تر اوسه د بریتانیا د پولیسو له خوا د نیول کېدو له خطر سره ځکه مخامخ دی چې له توقیفه پر ضمانت د خوشې کېدو شرطونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

اسانژ وایي، له دې وېره لري چې بریتانیا به دی د ویکي لیکس ویبپاڼې له خوا د هغو پټو او حساسو اسنادو په خاطر متحده ایالتونو ته وسپاري چې د افغانستان او عراق د جګړو په اړه یې افشا کړي دي.

داسې ښکاري چې روان کال له اکوادور سره د اسانژ اړیکې خرابې شوې دي.

په لندن کې د دې هېواد سفارت په مارچ میاشت کې د انټرنټ شبکې ته د هغه لاس رسی وروسته له هغې بند کړ چې دی د لګول شویو مقراراتو په رعایتولو کې چې باید داسې پیغامونه چې له نورو هېوادونو سره د اکوادور اړیکې خرابولای شي، وانه ستوي، پاتې راغلی و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG