د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د واکسین څانګې مسؤلین وايي، په ختیځه حوزه کې د پولیو واکسین د پوښښ ساحه تر پخوا زیاته شوې.
په ختیځه حوزه کې د پولیو واکسین د کمېټې مسؤل جان محمد صاحبزاده وايي، اوس خلک د واکسین په ګټو پوه شوي او همدا لامل دی چې د واکسین د کمپاین ساحه تر پخوا پراخه شوې ده.
نوموړی وايي:
"د پخوا په پرتله د پوښښ ساحه په ټول زون کې زیاته شوې ده، بل د ټولنې علماوو او مشرانو لامل هم دی چې دوی زموږ په پروګرام کې ښکېل دي او اوس په ټول زون کې زموږ د پوښښ ساحه ۹۰ سلنه ده."
نوموړی زیاتوي، اوس هم د ختیځې حوزې یو شمېر سیمې د واکسین د تطبیق نه پاتې دي او لامليې هغو سیمو ته نه لاسرسی دی.
صاحبزاده وايي:
"تېره دوره کې د ننګرهار ولایت ۳۱ زره ماشومان زموږ د واکسين له پروګرامه پاتې شوي دي او لاملیې دا دی چې هغو سیمو ته موږ لاسرسی نهلرو."
هغه سیمې چې د پولیو واکسینو کمپاین تر پوره پوښښ لاندې دي، یو هم د ښېوې ولسوالۍ ده.
د دې ولسوالۍ قومي مخور وايي، د واکسین له کمپاین سره په هره دوره کې د سیمې خلک پوره همکار دي.
دی زیاتوي:
"خيالي ګل قومي مخور، کوز کونړ کې مشکل نهدی پېدا شوی ولسونه پوره همکار دي، کله چې کمپاین پيل شي موږ د سیمې خلک ځای مشخص ورته ټاکو بیا هلته زنانه ماشومان راوړي او هلته ورته واکسین تطبیقوو."
"حاجي محمد اکبر، دغه پروګرام زموږ په ولسوالۍ کې په ښه سیستم روان دی او تل موږ د ټولو رسنیو نه اورو چې نن کمپاین پيل شو او ستاسو له طریقه خدای دې وکړي چې ټول ولس ته زموږ دا پيغام ورسېږي چې په خپلو بچو رحم وکړي او د واکسین پروګرام ورته تطبیق کړي."
د پولیو واکسین په تېر کمپاین کې د ختیځې حوزې شااوخوا ۱۱ لکه ماشومانو ورکړل شوی وو.
د مسؤلینو په خبره اوسمهال په ختیځه حوزه کې پنځه پېښې ثبت شوي چې دوه په ننګرهار او درې په کونړ ولایت کې دي.
راپور: شاهمحمود شینواری
د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ: