د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د مشرانو جرګې ځينو غړو د پاکستان له زندانه د ملا برادر د ازادېدو هرکلی وکړ


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د پاکستان له زندانه د ملا برادر د ازادېدو هرکلی کوي او له نوموړي غواړي چې د افغان سولې په برخه کې رغنده او مثبت رول ادا کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې په لومړیو پړاونو کې دي او تمه ده چې له پاکستاني زندانه د ملا عبدالغني برادر ازادېدل به له دغه بهیر سره مرسته وکړي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۸» د ورځې په ازاد بحث کې سناتورانو وویل چې ملا برادر د طالبانو د تحریک اغېزمن او مؤثر شخص دی.

غیرت بهیر
غیرت بهیر

د دغې جرګې غړي ډاکتر غیرت بهیر وویل:

"ملا برادر د طالبانو په تحریک کې مؤثر شخص دی، خلاصون‌یې په نېک فال نیسو، زموږ تمه دا ده چې نوموړی د سولې په پروسه کې مثبت رول ادا کړي، زما معلومات دا دي چې د سولې خبرې په لومړنیو مرحلو کې دي، زیاته تمه هم نه‌ترې کېږي، زما باور دی چې په نهایت کې به مذاکرات په طبیعي شکل بین‌الافغاني کېږي."

روانه اوونۍ وسله‌والو طالبانو تأیید کړه چې ملا برادر د پاکستان له زندانه ازاد شوی، خو دا چې اوس چېرته دی او ایا د افغانستان د سولې له پروسې سره به مرسته وکړي که نه؟ تر اوسه معلومه نه‌ده.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سولې استازي زلمي خلیل‌زاد پاکستان، افغانستان او قطر ته سفرونه وکړل چې پر افغان او پاکستاني چارواکو سربېره‌یې له یو شمېر طالب مشرانو سره هم وکتل.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي.

فضل‌الهادي مسلمیار د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، افغان حکومت دې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو څار وکړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

دی وایي:

"موږ ته په‌کار ده چې د سولې په پروسه کې د یووالي لاره غوره کړو او په دې برخه کې په هوش پياوړي ګامونه واخلو، څو خپلو خلکو ته سوله راولو، خدای دې وکړي چې د ملا برادر خلاصون او د امریکا او طالبانو خبرې سوله راولي، افغان حکومت باید د سولې د خبرو نظارت وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې غونډه جوړه شي.

روسي چارواکي وايي چې په دغه غونډه کې به پر افغان حکومت، امریکا او طالبانو سربېره، د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG