د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۵

د برازیل د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم دور ژایر بالسونارو وګاټه

په برازیل کې د اکتوبر د ۲۸ مې د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهم دور ښي اړخي افراطي نوماند ژایر بالسونارو وګاټه.

د رأیو شمېرنه د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۸ مه پای ته ورسېده.

۶۳ کلن بالسونارو د ۵۵،۵ فیصده رأیو په اخيستلو سره خپل سیال فرناندو ته ماته ورکړه .

فرناندو د کیڼ اړخي کارګر ګوند نوماند و چې ۴۴،۴ فیصده رأیې یې اخيستي دي .

په برازیل کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړی دور د اکتوبر پر ۷ مه ترسره شو.

په برازیل کې رأیې ورکول جبري دي.

په دغه هېواد کې تر ۱۴۷ میلیونو ډېر کسان د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي.

بالسونارو چې په ښکاره یې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستاینه کړې ده، خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي چې د برازیل برخلیک به بدلوي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ بالسونارو ته ټيلیفون کړی او په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي یې ورکړې ده .

بالسونارو ویلي چې پولیسو ته به لا ډېر صلاحیت ورکړي چې پر مجرمانو ډزې وکړي.

نوموړي دغه راز د برازیل له خلکو غوښتي چې له جرمونو سره د مبارزې لپاره دې لا ډېرې وسلې وپیري .

بالسونارو چې یو پخوانی پوځي هم دی، په دغه هېواد کې د ۱۹۶۴ او ۱۹۸۵ کلونو د دیکتاتوري نظام په ستاینې سره په دې هېواد کې، د کیڼ اړخو مخالفانو د ځورونې ملاتړ کړی دی.

د بالسونارو دې اقداماتو د برازیل یو شمېر خلک اندېښمن کړي دي.

منتقدین خبرداری ورکوي چې ښایي بالسونارو له بشري حقونو سرغړونه وکړي او مدني ازادۍ او هم د بیان ازادي له ستونزو سره مخامخ کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG