د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۳

رسمي نتایج ښیي چې د ګرجستان د ولسمشرۍ انتخابات دوهم دور ته ولاړ شي

د ګرجستان د انتخاباتو په اړه رسمي نتایج ښیي چې د دغه هېواد انتخابات دوهم دور ته ولاړ شي.

د ګرجستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن دوشنبه وختي وویل چې د ۹۹ فیصده مرکزونو د شمېرل شویو رأیو نتایج ښیي چې سلومې زورابېشویلي ۳۸،۶ فیصده رأیې خپلې کړي چې تر خپل سیال ګریګول واشادژ یو فیصد ډېرې دي.

​دا چې هېڅ کاندید ونه‌شو کولای چې ۵۰ فیصده چې د انتخاباتو د ګټلو لپاره شرط دی پوره کړي، نو د پارلمان مشر نن یوې خبري غونډي ته وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټونکي معلومولو لپاره دوهم دور انتخاباتو ته اړتیا ده.

د ګرجستان چارواکي وایي، ښایي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهم دور تر ډسمبر دمخه وشي، خو دقیقه نېټه‌یې نه‌ده معلومه شوې.

په ګرجستان کې د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست انتخابات وشول.

په دې هېواد کې ۳ نیم ميلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

وړاندې داسې راپورونه وو چې ګرجستان به ممکن د قفقاز لومړی هېواد وي چې یوه ښځه د جمهوري ریاست څوکۍ ته وټاکل شي.

په ګرجستان کې د جمهوري ریاست لپاره ۲۵ کسان کاندیدان وو.

د ګرجستان ولسمشر جیورجي مارګویلاشویلي په دغو انتخاباتو کې له کاندیدۍ ډډه کړې ده.

دا په ګرجستان کې له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې پخواني شوروي اتحاد سقوط کړی، د جمهوري ریاست اووم وار انتخابات دي.

دا په ګرجستان کې وروستی وار دی چې ولسمشر به د خلکو په رأیو ټاکل کېږي.

په ګرجستان کې تېر کال قانون تعدیل شو چې تر روانو انتخاباتو وروسته به رسماً نافذ شي.

په ګرجستان کې به له دې وروسته ولسمشر د پارلمان د غړو او د ښارونو او بانډو د منتخبو سیاسي استازو د ۳۰۰ کسیز پلاوي په رأیو ټاکل کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG