د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۹

عبدالله عبدالله د مخابراتو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دُبۍ ته تللی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د مخابراتو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف، عربي متحده اماراتو ته تللی دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، عبدالله عبدالله به په دغه کنفرانس کې چې د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې جوړ شوی، د افغانستان د دایمي پراختیا په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د ژمنو او دغه‌شان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په تړاو د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

دی وایي:

"اجرائیه رئیس به د مخابراتو په دغه نړیوال کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او په تېره د انټرنټ په برخه کې د پراختیا او د افغانستان د ژمنو په اړه چې د اصلاحاتو او ارتباطاتو د راوستو په هدف‌یې د یوې ستراتېژۍ د جوړولو پر اساس له نړیوالې ټولنې سره کړي، معلومات شریک او خپلې ژمنې به اعلان کړي."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دغه یو ورځنی نړیوال کنفرانس چې د شااوخوا سلو هېوادونو استازو او لوړپوړو چارواکو په‌کې ګډون کړی، د عربي متحده اماراتو په دُبۍ ښار کې جوړ شوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړیوال کنفرانس په هرو څلورو کلونو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د استازو په ګډون، په یوه هېواد کې جوړېږي او ګډونوال په‌کې په خپلو هېوادونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا او په دې لاره کې د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کوي.

ښاغلی خوځون وايي، اجرائیه رئیس به د دغه کنفرانس په ترڅ کې د هېواد د اقتصادي، پراختیايي او د نوري فایبر د پروژو په اړه د سیمې او نړۍ له استازو سره خبرې وکړي او مرستې به‌یې جلب کړي.​اصف صدیقي

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي په دې اړه چې دغه غونډه به د افغانستان لپاره څومره له لاسته راوړونو ډکه وي، وايي:

"دغه کنفرانس به د اجرائیه رئیس د ګډون له امله ښې لاسته راوړنې ولري، موږ د مخابراتو له لارې ښه عواید لرو، په دغه کنفرانس کې دې بهرنیان وهڅول شي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي، اسانتیاوې دې ورته برابرې شي، د ټکنالوژۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت نه‌یوازې دا چې اقتصادي روابط جوړوي، بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هم مهم دی."

اوس افغانستان له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، پاکستان او ایران سره د نوري فایبر له لارې وصل دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال وايي، اجرائیه رئیس به د چین او ځینو نورو هېوادونو له استازو هم وغواړي چې د نوري فایبر له لارې د سیمې د هېوادونو د نښلولو په برخه کې مرستې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG