د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشر او د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد حنیف حنیفي وايي، تېره ورځ د خاص ارزګان ولسوالۍ کُندلانو سیمه کې د یوې غیر مسؤله وسلهوالې ډلې قوماندان حکیم شجاعي د ملکیانو په کورونو بریدونه کړي.
ښاغلی حنفي وايي چې رامنځته شوې جګړه کې ۷ غیر مسؤله وسلهوال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
جګړه هغه وخت رامنځته شوې چې له کُندلانو سیمې یوه ښځه حسیني سیمې ته تښتېدلې وه چې د کورنۍ غړو نوموړې ښځه بیا ځلي خپل سیمې ته راوستلې چې ورسره سم د شجاعي کسانو پهدې کلي برید کړی او جګړه رامنځته شوې ده.
د سیمې خلکو د وسلهوالو طالبانو په ملاتړ د شجاعي له غیر مسؤله وسلهوالې ډلې سره جګړه پیل کړې چې تر دې مهاله پهکې د شجاعي د مرستیال فکور په ګډون ۷ غیر مسؤله وسلهوال وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.
یادې دواړې سیمې د حکومت له حاکمیته وتلې دي.
د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه یوې امنیتي باوري سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې دغه جګړه کې تر اوسه ۲۲ ملکیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.
یوه بله سرچینه بیا وايي، خپله شجاعي هم دغو نښتو کې ټپي شوی دی.
د ارزګان ولایتي شورا یو غړی عبدال حقبین بیا وايي چې تر اوسه له یادو سیمو سلګونه کورنۍ کډه شوي او ۱۵ ملکیان هم وژل شوي.
د ارزګان والي پېښه مني، خو وايي کره معلومات نهلري.
سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو او نور امنیتي مسؤلین بیا پهدې تړاو ناخبري ښيي.
حکیم شجاعي کلونه وړاندې خاص ارزګان ولسوالۍ کې د بهرنیانو په مرسته د سیمهییزو پولیسو لیکو کې پیاوړی قوماندان و چې د معلوماتو له مخې هغه مهالیې ۱۲۰ بېګناه ملکیان وژلي وو او تر اوسهیې حکومت د نیولو اقدام هم نهدی کړی.
وسلهوال طالبان بیا وايي، شجاعي په دوی بریدونه کړي چې متقابل ځواب کې د شجاعي ۸ کسان مړه او ټپیان شوي او ۵ تنهیې ژوندي نیولي دي.