د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۲

اقتصاد وزارت: «سي‌پک» د افغانستان لپاره نه، د سیمې اقتصاد لپاره هم مهم دی

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، افغان حکومت له هر هغې پروژې ملاتړ کوي چې د سیمې د لویو پروژو بحث په‎کې مطرح وي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت که څه هم د «سي‌پک» په پروژه کې د افغانستان د ګډون په اړه څه نه‌وايي، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت په سیمه کې د هرې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د چین او پاکستان ترمنځ د «سي‌پک» یا د یادو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز په اړه وویل، دغه پروژه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې په ټوله کې د سیمې د سترو اقتصادي همکاریو لپاره مهمه ده.

سهراب بهمن
سهراب بهمن

ښاغلي بهمن زیاته کړه:

"هره پروژه چې په سیمه کې رامنځته او یا د اقتصادي لویو ګټو لپاره مطرح کېږي، افغانستان ورته لبیک وايي او ملاتړ یې کوي، څه چې د افغانستان په اړه مطرح او زموږ په سترو سیمه‎ییزو پروژو کې شامل وي په ټوله کې هغه پروژې دي چې یو له بلې سره اړیکه لري او هره یوه‌یې کولای شي، د سوداګرۍ، ټرانزیت او انرژۍ په برخو کې مرسته وکړي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په‎دې وروستیو کې د پاکستان ځینو رسمي رسنیو د «سي‌پک» د اقتصادي پروژې په ستراتېژۍ کې د افغانستان او ایران د مشارکت په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

په راپور کې په اسلام‎اباد کې د چین د سفیر یانوجینګ په حواله ویل شوي چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې په دغه پروژه کې برخه واخلي.

د «سي‌پک» په پروژه کې د افغانستان شاملېدل مثبتې اغېزې لري.

په راپور کې دا هم راغلي چې د «سي‌پک» د پروژې ګټه به نه‌یوازې پاکستان او چین، بلکې د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې د «سي‌پک» پروژه یا د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلېز هغه پروژه ده چې له چین نه پیلېږي او په مستقیمه توګه د پاکستان له خاورې د ګوادر تر بندره رسېږي.

دغه وزارت وايي، افغانستان له پاکستان سره څو ځایه ګډه پوله لري او د چمن، غلام خان او تورخم د بندرونو له لارې، له دغه دهلېز سره نښلېدلی او کولای شي چې له دغو لارو د چین بازارونو، ګوادر او د اوبو نورو نږدې بندرونو ته لاس‎رسی پیدا کړي.

ازادي راډیو وغوښتل په‎دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولري، خو مسؤلینو يې په اړه خبرې ونه‌کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصادي چارو ځیني پوهان وايي، د «سي‌پک» په پروژه کې د افغانستان شاملېدل مثبتې اغېزې لري او باید پام ورته وشي.

سید قیاس سعیدي په‎دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"دا چې افغانستان په‎دغه پروژه کې شاملېږي، ملاتړ او اغېزې یې هم زیاتېږي. دا چې امنیت ترې تأمین شي او د افغانستان، پاکستان او چین خلکو ته‌یې ګټې رسېږي، باید موږ یې ملاتړ وکړو."

که څه هم افغان حکومت په دغه پروژه کې د افغانستان د برخې اخیستو په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی، خو ښاغلی سعیدي سپارښتنه کوي چې که افغانستان په‌دغه پروژه کې د شاملېدو لپاره تصمیم نیسي، باید په افغانستان کې له خپلو نړیوالو متحدینو سره مشورې وکړي چې په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه‎شي.

د ده په خبره چین د امریکا کلک رقیب دی، امریکا له افغانستان سره ستراتېژیکه ملګرتیا لري او پاکستان هم د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ښه نیت نه‎لري.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG