د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ولسي جرګه: انتخاباتي کمېسیونونه دې د شفافیت لپاره پر شوېو هوکړو عمل وکړي


د افغانستان د ولسي جرګې رئیس له انتخاباتي کمېسیونونو غواړي چې د انتخاباتو د پایلو د شفافیت لپاره په هغه څه عمل وکړي چې توافق ورباندې شوی وي.

عبدالرؤف ابراهیمي وايي چې خلکو له دې امله د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړ چې په انتخاباتو کې له بایو مټریک سیستمه په کار اخیستو هوکړه وشوه.

ښاغلي ابراهیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» د جرګې په ازاد بحث کې له انتخاباتي کمېسیونونو وغوښتل چې د انتخاباتو د پایلو د شفافیت لپاره دې په هغه څه عمل وشي چې هوکړه پرې شوې وه.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړی وایي:

"هیله لرم چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د شکایاتو کمېسیون خپلې کړنې له قانون سره سم او له هر هغه څه سره چې د انتخاباتو د شفافیت په اړه ورباندې توافق شوی وي، عمل وکړي چې د انتخاباتو پایلې خلکو ته د منلو وړ وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې او دغه شان د عقرب د ۵مې په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم په اړه زیات شکایتونه موجود وو.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې په ځینو انتخاباتي مرکزونو کې بایو مټریک سیستم سم کار نه‌دی کړی، په ځینو مرکزونو کې په لوی لاس خراب شوی چې د هغو مرکزونو پاکې رأیې به هم وشمېرل شي.

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې له بایو مټریک سیستم پرته رأیې ورته د منلو وړ نه‌دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، د رأیو د شمېر پر سر د دواړو کمېسیونونو تقابل به د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو پر اعلان ناوړه اغېزه وکړي او دا چاره به د جمهوري ریاست د انتخاباتو مهالوېش هم اغېزمن کړي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، دواړه کمېسیونونه باید په خپلو کې کېني او دغې ستونزې ته د حل منطقي لاره ولټوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی زیاتوي:

"باید دواړه کمېسیونونه په خپلو کې سره کېني، ستونزې وڅېړي او د دواړو کمېسیونونو د ونډو د صلاحیتونو په ترکیب، د دغو قضیو لپاره د حل لار پیدا کړي، دوی باید یو بل د مطبوعاتو له لارې تورن نه‌کړي چې له دې چارې بیا یو شمېر سیاستوال ناوړه ګټه اخلي."

ښاغلی رشید وايي، که انتخاباتي کمېسیونونه وخت، شرایطو او حالاتو ته په کتو دغې ستونزې ته د حل معقوله لاره ونه‌لټوي، پر انتخاباتو به د افغانانو باور کمزوری او د ولسواکۍ دا پروسه به اغېزمنه شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG