د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۴۸

مسلمیار: موږ له یوې لوېشتې خاورې هم چاته تېرېدونکي نه یوو


د افغانستان د مشرانو جرګې ځینو غړو او اداري پلاوي د یوه امریکايي سناتور دا څرګندونې چې افغانستان دې له پاکستان سره د ډیورند کرښه د رسمي سرحد په توګه ومني، د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله.

دوی وايي، د نړۍ هېڅ هېواد او هېڅ شخص ته که په هره کچه وي، د دې اجازه نه ورکوو چې ووايي، افغانستان دې له پاکستان سره د ډیورند کرښه د دواړه هېوادونو ترمنځ د رسمې پولې په توګه ومني.

د مشرانو جرګې رئيس فضیل الهادي مسلمیار دا خبره د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د یادې موضوع په اړه د یوشمېر سناتورانو د غوصې تر څرګندلو وروسته وکړه.

ښاغلي مسلمیار وویل، د امریکايي سناتور دا ډول څرګندونې د افغانستان تاریخ، خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته سپکاوی دی.

ده وویل، دا شان څرګندونې نه یوازې دا چې د افغانستان په ګټه نه دي، بلکې د امریکا په ګټه هم نه دي.

دی وایي:

"د ډیورند د کرښې په تړاو د امریکا د پارلماني غړو ځیني اظهارات د دې ترڅنګ چې د غندلو دي، مشرانو جرګې ته د منلو نه دي، موږ له یوې لوېشتې خاورې هم چاته تېرېدونکي نه یوو."

کابل چاپ یو شمېر رسنیو لیکلي چې د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي براد شیرمن ویلي چې افغانستان دې له پاکستان سره د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي ګډې پولې په توګه وپېژني او که افغان لوری دا کار نه کوي نو، امریکا دې پرې هر ډول مرستې بندې کړي.

د امریکايي سناتور دغه څرګندونې چې په ځینو رسنیو کې خپرې شوي، د افغانستان د ملي شورا د اکثرو غړو، سیاستوالو او عامو خلکو له غبرګون سره مخ شوي او په سختو الفاظو يې غندلي دي.

خو دا چې دغه امریکايي سناتور چېرې او کله دا خبره کړې ده، په دې اړه په رسنیو کې څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوې پېچلې تاریخي مسئلې اوښتې او سره له دې چې کله کله پاکستاني چارواکو غوښتي چې له افغان چارواکو سره یې شریکه کړي، خو افغان چارواکو پرې له بحث کولو ډډه کړې ده.

د افغانستان د واکمنۍ په بېلابېلو دورو کې هر یو افغان ولسمشر ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند په کرښه بحث او پرېکړه کول، د حکومتونو له صلاحیته پورته موضوع ده او په مجموع کې د افغان ولس په پرېکړې پورې اړه لري.

د افغانستان تاریخ پوهان له دې ډلې حبیب الله رفیع وايي، د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه، بلکې د افغانستان او انګرېزانو ترمنځ د یوې فرضې کرښې په توګه کښل شوې، نه د یوې رسمې کرښې په توګه.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم وايي چې د ډیورند کرښه یوه تاریخي او پېچلې قضیه ده او په اړه یې پرېکړه د ولسونو صلاحیت دی.

امید میثم
امید میثم

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډیو ته وویل:

"د ډیورند د فرضي کرښې بحث د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او حکومت نه شي کولای چې په اړه یې تصمیم ونیسي."

د افغانستان د تاریخ له مخې، د ډیورند کرښه په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د افغانستان او انګرېزانو ترمنځ تېره شوې ده.

تاریخ پوهان دا هم وايي چې افغانانو او د ډیورند د کرښې دواړو لورو ته پرتو قومونو هغه مهال هم له دغې کرښې سره مخالف کړی و.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG