د امریکا دفاع وزیر عربي مشرانو ته ویلي چې په سوریه کې د مسکو له مداخلې وروسته، روسیه په منځني ختیځ کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځای نه شي نیولی.
جیمز مټېس د بحرین په پایتخت مانامه کې د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل:
”په سیمه کې د روسیې حضور، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د اوږدې مودې، تلپاتې او شفاف تعهد ځای نه شي نیولی.“
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ ناوخته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په استانبول کې د فرانسې، جرمني او ترکیې له مشرانو سره په یوه سرمشریزه کې برخه اخلي.
دوی ټول هڅه کوي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې لپاره یو سیاسي هواری ومومي.
روسیه په سوریه کې د ولسمشر بشرالاسد د رژیم ملاتړ کوي او ترکیه بیا د هغو یاغیانو ملګرې ده چې له واکه د بشارالاسد لېرې کول غواړي.
د امریکا دفاع وزیر د مانامې کلنۍ امنیتي غونډې ته په وینا کې وویل:
”د مسکو فرصت طلبي او دا چې د خپلو خلکو په ضد د اسد په جرمونو سترګې پټوي، د دې ثبوت دی چې دا هېواد په منځني ختیځ کې ضروري اخلاقي اصولو ته صادقانه تهعد نه لري.“
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، د سوریې له رژیم سره د ایران ملاتړ د روسیې له هغو هڅو سره یو ځای چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه یې په وار وار ویټو کړي، د دې سبب شوي چې په واک کې د بشار الاسد پاتې کېدل دوام وکړي.
مټېس په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د وژل کېدو د پېښې په څېر پېښې د منځي ختیځ ثبات ګواښولای شي او زیاته یې کړه چې د امریکا متحده ایالات به د هغوی پر ضد چې ددې پېښې مسؤل دي، اضافي اقدامات وکړي.
۵۹ کلن سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي چې په امریکا کې اوسېده او د واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې لپاره یې لیکنې کولې، د اکټوبر په دویمه نېټه په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ننوتو وروسته نادرکه شو او وروسته څرګنده شوه چې نوموړی په قونسلګرۍ کې د سعودي چارواکو له خوا وژل شوی دی.
ترکیه وايي، د ۱۵ کسانو یوه ډله له سعودي استانبول ته استول شوې وه، څو خاشقجي ووژني.
سعودي چارواکي وايي چې دا یو خپلسری عمل و او دوی یې په تړاو اتلس کسان نیولي دي.
د اکټوبر په ۲۵ مه د سعودي عربستان یوه څارنوال وویل چې له ترکیې تر لاسه شوي اسناد ښيي چې د جمال خاشقجي وژنه یو قصدي عمل و.
د امریکا دفاع وزیر د مانامې په کنفرانس کې وویل، د امریکا متحده ایالات داسې بې رحمانه اقدام چې ژورنالېست خاشقجي د زور زیاتي له لارې خاموشه کړي، نه شي زغملی.
نوموړې وویل:
”هر هېواد که د نړیوالو اصولو او د قانون د حاکمیت په مراعتولو کې پاتې راشي، دا د سیمې ثبات ته چې دا مهال ورته سخته اړتیا ده، خطر پېښوي.“
د امریکا دفاع وزیر د سعودي عربستان د ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان نوم یاد نه کړ.
د جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته محمد بن سلمان له سختو انتقادونو سره مخ دی.
د نړۍ ډېر چارواکي نوموړی تورنوي چې د خاشقجي پر وژلو خبر و او یا یې د دې وژنې امر ورکړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دې اوونۍ کې د ۲۱ سعودي عربانو پر ضد د اقداماتو اعلان وکړ چې وېزې به یې لغوه کړي او یا به امریکا ته د سفر بندیز پرې ولګوي.
مټېس دې اقدام ته په اشارې وویل:
”زموږ د بهرنیو چارو وزیر لا دمخه د ځینو وېزې لغوه کړي او نور اقدامات به هم وکړي.“