د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ایا د ډیورند کرښې په اړه د امریکایي سناتور څرګندونې کومه معامله ده؟


د کابل ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ملا برادر د خوشې کولو او د ډیورند کرښې د رسميت په اړه د امریکا د یوه سناتور وروستیو څرګندونو ته پورته شويو غبرګونونو په اړه لیکنې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې کابل د ملا برادر له نیول کېدو وروسته په تېرو اتو کلونو کې له طالبانو سره د خبرو لپاره څو څو وارې د هغه د خوشې کولو غوښتنه وکړه، خو پاکستان پرې غوږ و نه ګاراوه.

ورځپاڼه لیکي چې اوس مهال ملا برادر داسې مهال خوشې کېږي چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ترور شو او له بل لوري د افغان حکومت یوه اداره پرې خبره نه ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په داسې حالت کې د ملا برادر په خوشې کولو سره پاکستان غواړي چې داسې ذهنیت رامنځته کړي چې ګواکې افغان حکومت او امریکا د ملا برادر د خوشط کولو پر سر معامله کړې ده، داسی چې د جنرال عبدالرازق د وژنې په بدل کې به ملا برادر خوشې کېږي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د ملا برادر د خوشې کېدو په اړه د طالبانو غبرګون راخيستی او لیکلي یې دي چې د ده د خلاصون پر سر هېڅ راز معامله نه ده شوې.

ورځپاڼې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون هم راخيستی دی او لیکلي یې دي چې ښاغلي کرزي د ملا برادر د خوشې کولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د نوموړي خلاصون به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې د همدې مطلب په دوام د یوې سرچینې په حواله لیکلي دي چې ملا برادر د امریکا په غوښتنه خوشې شوی دی او ښایي چې راتلونکې اوونۍ افغان حکومت له پاکستان څخه د ملا برادر د ورسپارلو غوښتنه وکړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې د ملا برادر خوشې کېدل د سولې پر بهیر کوم اغېز نشي کولی او دا ځکه چې په تېرو اتو کلونو کې چې دی په زندان کې و، د طالبانو په مشرتابه کې ژور بدلونونه راغلي دي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم شته ځیني کتونکي چې د دې برخلاف نظر لري او وایي چې د ملا برادر خوشې کېدل به د سولې پر بهیر مثبت اغېز پرې باسي، خو بیا هم سپارښتنه داده چې د وسله والو مخالفینو سره تړلي کسان باید د سولې په څېر په مهمو مسئلو کې موثر و نه بللی شي.

د ډیورند کرښې د رسمیت په اړه د امریکا د یوه سناتور د څرګندونو پر وړاندې پورته شوي غبرګونونه بله مهمه مسئله ده چې ځینو ورځپاڼو په خپلو لیکنو کې راخيستې ده.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا د یوه سناتور د دی څرګندونو په غبرګون کې چې امریکا دې له افغانستان سره خپلې مرستې د ډیورند د کرښې په رسمیت پېژندلو پورې وتړي، د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې د دې کرښې په اړه پرېکړه د کرښې دواړو لوریو ته د پرتو ولسونو حق دی.

ورځپاڼه لیکي چې امریکایي سناتور ویلي دي چې د ډیورند کرښه د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د یوې ستونزې په توګه پاتې ده او تر هغو چې دا مسئله حل نشي، ستونزې به موجودې وي، خو افغان کتونکي بیا وایي چې له پاکستان سره ستونزه یوازې د ډیورنډ کرښه نه ده.

ورځپاڼې وړاندې د دی مسئلې په اړه د افغان حکومت په خاموشۍ انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې دغه خاموشي ددی سبب شوه چې بهرنیان هم په هغې کې ښکېل شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم لیکلي دي چې د امریکایي چارواکو دا ډول څرګندونې او پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سیم غځولو پر وړاندې د افغان حکومت خاموشي د پوښتنی وړ ده او ښیي د یوې معاملې برخه وي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د امریکا دغه سناتور خپل حکومت ته سپارښتنه کړی چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې په همدغې مسئلې پورې مشروطې کړي، که څه هم دی دا باور څرګندوي چې د افغانستان له لوري د ډیورند کرښې په اړه د داسې څه منل به ستونزمن وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې که څه هم د ډیورند کرښې په اړه د امریکایي سناتور په څرګندونو څه نه دي خپاره کړي، خو په یوه مطلب کې یې له امریکا غوښتنه کړې چې د پاکستان پر وړاندې په خپله ستراتیژۍ کې بدلون راولي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا د تېر کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا سېمې لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه او له هغې وروسته پاکستان تر فشارونو لاندې راوستل شو، خو ورځپاڼه د افغان چارواکو په حواله لیکي چې له دې فشارونو سره سره پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، نو پکار ده چې په ستراتیژۍ کې بدلون راوستل شي.

XS
SM
MD
LG