د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

هغه وسلې چې امریکايي ځواکونو خلیج کې موندلي ایران یمن ته استولي که نه؟


ملګروملتونو په‎دې اړه څېړنې پیل کړي چې ایا هغه وسلې چې د امریکا سمندري ځواکونو په خلیج کې موندلې دي، ایران یمن ته استولې که نه؟

که څه هم معلومه نه‎ده چې دا وسلې به حتماً ایران استولې وي، خو ملګرو ملتونو او متحدایالاتو له دې مخکې هم د یمن حوثي یاغیانو ته د وسلو د استولو تور پر ایران لګولی و.

امریکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو مفتشانو ته بلنه ورکړه چې معلومه کړي چې ایا د متحدایالاتو د سمندري ځواکونو له‎خوا په خلیج کې موندل شوې وسلې به د یمن حوثي یاغیانو ته د ایران له‎خوا د قاچاقي وسلو د استولو شواهد په لاس ورکړي که‎نه؟

د ملګروملتونو څېړونکو په‎دې لړ کې د هغو څه باندې ۲۵۰۰ کلاشینکوفونو او د وسلو د نورو ډولونو معاینه پیل کړې ده چې د امریکا سمندري ځواکونو د یمن سواحلو ته نژدې موندلې دي.

د دوی د څېړنو هدف د دې حقیقت روښانه کول دي چې ایا دا وسلې له ایرانه استول شوي که له سومالیا څخه؟

په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قوماندان اډمېرال سکات سټرني Scott Stearney پرون پنجشنبې خبریالانو ته وویل چې د عدن په خلیج او د یمن په اوبو کې د وسلو د قاچاق یو ډېر لوی دهلېز شته.

سټرني په‎دې اړه چې ایا دا وسلې ایران یمن ته استولي له څه ویلو ډډه وکړه، خو هغه تأیید کړه چې د دې وسلو د تفتیش لپاره د ملګروملتونو مؤظف څېړونکي د ایران، یمن او سومالیا د وسلو متخصصان دي.

ملګروملتونو په وار- وار تور لګولی چې ایران له غیرقانوني لارو یمن ته د وسلو په استولو سره حوثي یاغیانو ته د وسلو پر ورکولو د بندیز له پریکړه‎لیکه سرغړونه کوي، خو له دې سره- سره د امریکا سمندري ځواکونه- چې د یمن په شاوخوا اوبو کې ګزمې کوي حوثیانو ته د وسلو د قاچاق یوازې د ګوتو په شمار موارد موندلي دي. په‎دې لړ کې وروستی مورد د اګسټ په وروستیو کې د وسلو د یوې زېرمې موندل و چې د ملګروملتونو مفتشان یې اوس لیدو ته ورغلي دي.

د وسلو دا لویه بسته د امریکا سمندري ځواکونو په خلیج کې د ګزمې پرمهال وموندله. د امریکا د سمندري ځواکونو چارواکي وايي، دا وسلې یې د یمن د سواحلو په ۷۰ کیلومترۍ کې له یوې کشتۍ څخه یوې بلې کوچنۍ کشتۍ د کښته کولو پرمهال ولیدلې.

دوی زیاتوي چې سرتېرو دا کشتۍ ودروله او د هغې له عملې سره تر خبرو وروسته ورته معلومه شوه چې د وسلو قاچاقبران دي. د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قوماندان وویل چې دا وسلې په پلاستیک کې تاو او په شنو بوجیو کې ځای پرځای شوې وې.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو بل افسر ویلي، ډېر احتمال شته چې دا وسلې به له ایرانه نه بلکې له سومالیا څخه یمن ته قاچاق کېدلې، خو دا افسر زیاتوي چې د ملګروملتونو د څارونکو له پلټنو وروسته به وروستۍ نتیجه معلومه شي.

XS
SM
MD
LG